1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان، خپله لومړۍ لوبه وگټله

۱۳۹۴ اسفند ۱۸, سه‌شنبه

د کریکټ په شل اووریز نړیوال جام سیالیو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له سکاټلنډ څخه په ۱۴منډو وگټله. افغانستان به خپله دوهمه لوبه د مارچ مياشتي پر لسمه نېټه له هانگ کانگ سره وکړي.

https://p.dw.com/p/1I9Un
انځور: Getty Images/AFP/STR

افغانستان د کریکټ په شل اووریز نړیوال جام سیالیو کې خپله لومړۍ بریا تر لاسه کړه او تر یوې په زړه پوري سیالۍ وروسته یې سکاټلنډ په ۱۴ منډو وگاټه. تر دې د مخه په یوه بله لوبه کې زمبابوې بیا هانگ کانگ په ۱۴منډو مات کړ.

لوبډلمشر اصغر ستانکزي د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته پخپله منډو جوړولو ته ملا وتړله او ښایي تر ډیره دغه پرېکړه پر ځای وه. د افغانستان اوپنرانو محمد شهزاد او نور علي ځدراڼ له لومړي سره برید گره لوبه پیل کړه، خو نور علي ځدراڼ په یوه جگ توپ باندي د شاټ وهلو په هڅه کې کیچ اوټ شو. دغه مهال دریم اوور وو او د افغانستان منډې ۲۵ ته رسیدلې وې.

دا ځل د بېټنگ په ترتیب کې یو څه بدلون راغلی وو او دوهم لوبغاړی کپتان اصغر ستانکزی وو چې بېټنگ ته راغی. هغه له شهزاد سره منډو جوړولو ته ادامه ورکړه او دواړو ډیره په زړه پورې لوبه وکړه.

کپتان یو څه محتطانه لوبه کوله خو شهزاد د میدان پر هر لوري توپونه وهل. شهزاد په ۳۲ توپونو خپله پنځوسیزه پوره کړه. خو هغه تر ۶۱ منډو وروسته وسوځید. د اصغر او شهزاد تر منځ د ۸۲ منډو ملگرتیا وشوه. په ننۍ بریا کې د شهزاد او اصغر ډیرو منډو ستره ونډه درلوده.

تر هغه وروسته افغان توپ وهونکي یو په بل پسې ژر ژر وسوځیدل خو اصغر ستانکزی د لوبې تر پای ناسوځیدلی پاته شو او په ۷۴ توپونو یې ۵۵ منډي وکړې. افغانستان خپل سیالي لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو په سوځیدو د ۱۷۱ منډو خورا یو لوړ هدف وټاکه.

په ځواب کې د سکاټلنډ توپ وهونکو داسي بریدگره لوبه پیل کړه چې پر وړاندي یې د افغان بالرانو یا توپ اچونکو هیڅ ډول جادو و نه چلید. که تیز توپ اچونکي وو او که سپېن یا ورو توپ اچونکي وو، سکاټلنډي توپ وهونکو پرې هر لور ته شاټونه ووهل.

د سکاټلنډي اوپنرانو مونزي او کوتزر تر منځ ملگرتیا داسې ټینگه وه چې افغان بالران یې په ماتولو ناتوانه ښکاریدل. د سکاټلند لومړۍ ویکټه د ۸۴ په مجموعي منډو ولویده. تر هغه لږ وروسته چې د سکاټلنډ مجموعي منډې ۹۵ ته ورسیدلې نو دوهم د سر لوبغاړی یې هم وسوځید.

سکاټلنډ په ۱۰۸منډو کې خپل دریم لوبغاړی هم له لاسه ورکړ، او په دې ترتیب افغان لوبډلې وکولای شول چې د سیالې لوبډلې د چټکې منډي جوړولو مخه ډب کړي او داسې ښکاره شوه چې افغان لوبډله پر خپلې سیالې لوبډلې د برلاستوب په حال کې ده. د افغانستان له لوري راشد خان د مخالفې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول او محمد نبي او سمیع الله شینواري هر یو، یو لوبغاړی.

وروستي اوور یعنې شپږ توپه پاتې ول او ۲۱ منډې. وروستی اوور دولت ځدراڼ تر سره کړ او د سکاټلنډ لوبډلې و نه شو کړای چې ټاکلی هدف پوره کړي. افغان لوبډلې دغه لوبه د ۱۴ منډو په توپیر سره وگټله.

په پام کې ده چې افغانستان به خپله دوهمه لوبه د مارچ مياشتي پر لسمه له هانگ کانگ سره وکړي. هانگ خپله لومړۍ لوبه نن پر زمبابوي وبایلله. افغانستان به خپله وروستۍ لوبه د شنبې په ورځ له زمبابوي سره وکړي. دوهم پړاو یا سوپر ټین ته د تللو له پاره د درو واړو لوبو گټل اړین دي.