افغانستان : تير 2009 م کال ته يوه لنډه کتنه
۱۳۸۸ دی ۱۱, جمعهاو ښوونځي، څاگاني او روغتونونه جوړيږي . افغانستان په 2009 م کال کې 144 مليونه يورو پرمختيايي مرستې تر لاسه کړي دي .
تر ټولو زيات اهميت په 2009 کال کې د جمهوري رياست انتخابات درلودلی دی، چې په پای کې يو وار بيا پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه انتخابات وگټل: ده ويلي وه ،
«د دغو انتخاباتواصلي گټونکی د افغانستان ولس دی . او د افغانستان ولس ته مبارکي وايم.«
خو جمهوررييس کرزی نه يوازي د ژمنو په خاطر او يا د درغلۍ د تورونو له امله په مطبوعاتو کې راڅرگندېدهء، بلکه د 2009 کال په مارچ کې حتی يوه لومړۍ کشاله پيل شوه : ولسمشر کرزي د انتخاباتود خپلواک کميسيون له پرېکړي سره مخالفت اعلان کړ چې ويل يې ټاکني دي د اگست پر 20 نېټه تر سره شي، په داسي حال کې چې هغه بايد مخکې تر سره شوي وای . خو بيا هم د انتخاباتو کميسيون او ملگرو ملتونو پرېکړه وکړه، چې د بې امنيتۍ له کبله دې ټاکني وځنډيږي.
د اگست پر شلمه نېټه بيا انتخابات تر سره شول، په داسي حال کې چې طالبانو ډېر گواښونه کول . 40 تر 50 په سلو کې افغانانو د گواښونو سره سره خپله رايه وکاروله، لکه دغه ځوان سړی په کابل کې چې وايي:
«زه د خپل ولسمشر د ټاکل کېدو په خاطر ډېر هيجان وم .»
خو د انتخاباتوپر مهال خشونت ډېر و: طالبانو توغندي ويشتل او له خلکو څخه يې گوتي پرې کولې. په تېره بيا د هېواد په جنوب کې مېشتو وگړو د انتخاباتو په ورځ ډېر تاوتريخوالی وزغامهء، لکه دغه سړی په کندهار چې وايي:
«اصلي غږ ظاهر په کندهار کې»
افغانانو يوه څرگنده پرېکړه وکړه : 54,6 په سلو کې خلکو حامد کرزي ته رايه ورکړه، په داسي حال کې چې تر ټولو پياوړي سيال يې عبدالله عبدالله يوازي 27,8 په سلو کې رايي پلاس راوړې . خو دغه نتايج تر پوښتني لاندي راغلل.
د درغليو تورونه او شکايتونه د انتخاباتوکميسون ته وړاندي شول . د وروستيو نتايجو د اعلان خبره د نومبر اومي نېټې ته وځنډول شوه.
د سپتامبر پر4 نېټه يوه ډېره ناوړه پېښه رامنځته شوه : د طالبانو لخوا پر تښتول شويو ټانکرونو باندي هوايي بريد وشو، چې د رسمي اټکلونو له مخي پکښي تقريبا 142 انسانان، چې يوه لويه برخه يې ملکي کسان دي، وژل شوي وو. د دغي پېښي اصلي مسووليت د آلمان پوځ پر غاړه دی . په جرمني کې يو وزير دې ته اړ ايستل شو چې استعفا ورکړي او د ملکي قربانيانو په برخه کې د تاوان په اړه قضايي پلټنې دوام لري.
د انتخاباتو دويمه برخه : د نومبر په 7 نېټه بايد د ټاکنو دويم پړاو پيل شوی وای، خو ډاکتر عبدالله ورڅخه ډډه وکړه: ده ويلي وه ،
«ما پرېکړه کړې چې د نومبر د اومې نېټې په انتخاباتوکې به برخه نه اخلم.«
خو انتخابات څنگه له يو کانديد سره تر سره شي . د نومبر پر 2 نېټه د انتخاباتو کميسيون ټاکنې لغو اعلان کړې، او د نومبر په 19 نېټه حامد کرزي د ولسمشرۍ د يوې بلې دورې لوړه وکړه .
ټولي سترگي اوس د جمهوررييس په لور کږې دي، نوموړي له خپل برياليتوب څخه لنډ وخت وروسته وويل:
«موږ ډېره هڅه کوو چې د افغانانو هيلي پوره شي . هغوی يوه اغېزمنه او پاکه حکومتي اداره غواړي . »
ميلاني ريډل/ نسيم صابر
کتونکی : محمد قاسم نوري