1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د چين د لوړپوړي چارواکي پټ سفر

۱۳۹۱ مهر ۲, یکشنبه

د افغانستان د ولسمشر ماڼۍ وايي، چي کابل او بیجینگ د ستراتیژیکي ملگرتیا سند د لاسلیکولو پر سر گټوري خبري کړي دي. د چين يوه لوړپوړي چارواکي افغانستان ته پټ سفر کړی دئ.

https://p.dw.com/p/16Cth
انځور: AFP/Getty Images

له ارگ څخه په خپره سوې خبرپاڼي کي راغلي دي، چي د چین د کمونیست گوند د سیاسي بیرو د غړي ژیانک کونگ په مشرۍ یو عالي رتبه امنیتي او سیاسي پلاوي پرون په کابل کي له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل.

د چين دولتي آژانس شينهوا د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د سپتمنبر۲۳) خبر ورکړی دئ، چي د دغه هيواد يو لوړپوړی چارواکی، ژيانک کونگ د شنبې په ورځ افغانستان ته پټ سفر کړی دئ.د آژانس په خبره دغه سفر چي څلور ساعته ئې دوام وکړ، د دواړو گاونډيو هيوادونو د اړيکو د لا ټينگولو په هدف تر سره سوی دئ.

افغانستان تر چین دمخه له یو شمیر نورو ملکونو سره د ستراتیژیکو همکاریو سندونه لاسلیک کړي دي. خو اوس غواړي له خپل دغه نزدې او قدرتمند هیواد سره هم ورته تړون لاسلیک کړي.

د ارگ په وینا پاڼه کي راغلي دي چي حامد کرزي او چینایي پلاوي د افغانستان او چین تر منځ پر زیاتو همکاریو او د دواړو هيوادونو تر منځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیک دمخه د يو شمېر اړينو گامونو پر اخیستلو او دغه راز د یو عملي پلان پر جوړولو باندی خبري وکړي.

چینايي پلاوي افغان دولت ته ژمنه ورکړې ده، چي د افراطیت پر ضد په روانه مبارزه کي ورسره ملگری دئ ځکه د چین یو شمیر سیمي هم د تندلارۍ له پراخېدو ځوریږي.

افغان حکوت په وینا پاڼه کي دا هم ویلي دي چي د چین او افغانستان د ستراتیژیک سند د جوړولو له پاره له دواړو لورو یو شمیر ادارو ته چي د بهرنیو چارو وزارتونه به ئې مشري کوي د نده سپارل شوې ده چي ستراتیژیک سند ته لاره هواره کړي.

دغه راز چینایي پلاوي له افغان دولت سره په بېلا بېلو برخو کي یو شمیر تړونونه هم لاسلیک کړل.

د ستراتیژیک تړون په باب د کار د پيل تړون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین جاوید لودین او په کابل کي د چین سفیر تر منځ لاسلیک شو.همدا راز د افغانستان د سوداگرۍ وزیر انواراحق احدي او د چینايي پلاوي تر منځ د ۱۵۰ ميلیونه چینايي ینو په ارزښت د تخنیکي همکاریو پر سند هم هوکړه وشوه.

د چین پلاوی په پای کي ژمنه وکړه چې د افغان پولیسو په روزني کي به خپله ونډه زیاتوي او یو شمیر افغان پولیس افسران به هم د لوړو زدکړو له پاره هغه هیواد ته ور وبولي.

ښاغلی چو، په ايغور کي د بغاوتونو د له منځه وړولو د څارني مسئول پيژندل کيږي
ښاغلی چو، په ايغور کي د بغاوتونو د له منځه وړولو د څارني مسئول پيژندل کيږيانځور: picture alliance/landov

د چین د خلکو د جمهوري دولت له لوري تیره اوونۍ هم سل امبولانسونه افغان دولت ته ورکړل شول او بیجينگ پتېيلې ده چي د دغو امبولانسونو د تخنیک په برخه کي به یو شمیر افغان ځوانان هم په خپل هیواد کې وروزي.

د شينهوا خبري آژانس ليکلي دي، چي د چين د دې لوړپوړي چارواکي سفر د ځينو امنيتي دلايلو له کبله پټ ساتل سوی وو. افغانستان ته د چين د لوړپوړي چارواکي وروستۍ سفر په ۱۹۶۶ کال کي وو چي د دغه هيواد پخوان جمهور رئيس ليئو شائوقي کړی وو.

چين په داسي حال کي له افغانستان سره خپلي ديپلوماتکي اړيکي پياوړي کوي، چي په پام کي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ټول بهرني عسکر ووځي.

چين په دې وروستيو کي په افغانستان کي د نفتي زيرمو او مسو د استخراج قراردادونه تر لاسه کړي دي. د دې طبيعي زيرمو د استخراج بيه نزدې زر ميليارده ډالره اټکل سوې ده. چين له افغانستان سره نزدې ۶۷ کيلومتره گډ سرحد لري.

ميرويس جلالزی/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض