1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د پوليسو نور روزونکي

۱۳۸۷ خرداد ۷, سه‌شنبه

...اروپايي ټولنه افغانستان ته د پوليسو د روزلو نور روزونکي هم ليږي

https://p.dw.com/p/E6yU
داروپايي ټولني د پوليسو روزونکی
داروپايي ټولني د پوليسو روزونکیانځور: dpa - Bildfunk

پرون د اروپايي ټولني د خارجه او دفاع وزيران پر دې سره يو سول ، چه دغه روزونکي چه تعداد يې د پروسږ کال راهيسي200 تنو ته رسيږي ، هغه دوه چنده کي . تر اوسه پوري د اروپايي ټولني Eupol په چوکاټ کښي33 آلماني پوليس فعاليت کوي . نور لس تنه پوليس هم د لنډ وخت دپاره د بياآبادولو په پروګرام کښي مصروفه دي . د جرمني پوځ هم په افغانستان کښي 45 تنه نظامي پوليس لري ، چه د اروپايي ټولني په پوليسو Eupol پوري اړه نلري . د جرمني ددفاع وزير فرانک يوزف يونګ دغه فيصله وستايله ، اوويې چه په افغانستان کښي پوليس هم بايد لکه پوځ پر خپلو پښو ودريږي.