1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د ميرکل د سفر په اړه ډول ډول تبصرې کيږي

۱۳۸۸ فروردین ۱۸, سه‌شنبه

ډير لږ داسي پيښیږي چي دیوه سیاست مدار يا سیاست مداري سفر دومره پټ وساتل شي لکه افغانستان ته د آلمان دلومړۍ وزيري انګیلا ميرکل

https://p.dw.com/p/HRz1
مېرمن انګيلا ميرکل په افغانستان کي په يوه پوځي څرخکه کي کندوز ته د سفر پر مهال
مېرمن انګيلا ميرکل په افغانستان کي په يوه پوځي څرخکه کي کندوز ته د سفر پر مهالانځور: AP

ددې کا ر دليل دابلل شوی چي افغانستان ته دميرکل سفر دجدي خطرونو سره تړلی يو سفر و او وروسته بيا دا تصور ثابت شوی هم دی ځکه چي په کندوز کي د آلمانانو دپوځي هډې څخه د ميرکل د وتلو نه 20 دقیقې وروسته پر دغه هډې باندي د توغنديو دوه ګوزارونه شوي او د یوه وروستي خبر له مخه د هوا د خرابوالي له امله ميرکل دې ته اړ شوې چي فیض آباد ته د سفر کولو څخه صرف نظر وکړي او له مزار شريفه څخه بيرته په ازبکستان کي د تر مز هوايي ډګر ته، چي د آلمانانو د اکمالاتو مرکزي هډه ده، ولاړه شي.

افغانستان ته د لومړۍ وزیري انګیلا ميرکل دناڅاپي سفر په هکله نن ډيرو آلماني ژبو ورځپاڼو تبصري هم کړي دي. د مثال په توګه دNeue Züricher Zeitung په نامه ورځپاڼه چي په زوريخ کي خپریږي، لیکي چي: وروسته له دې چي د ناټو ددفاعي تړون د60 کاليزي په مناسبت په شتراسبورګ کهل او بادن بادن کي د افغانستان د يوي نوي ستراتيژۍ په هکله ډیري خبري شوي، نو ميرکل پخپل دغه ناڅاپي سفر سره دغه خبرو ته يوه عملي بڼه ورکړې.

د افغانستان په هکله د ناټو په نوې ستراتيژي طرحه کي له دې څخه هم خبري سوي چي بايد په راتلونکي کي د ملګرو ملتونو د ټولني او غيري دولتي مرستندیو ټولنو سره هم نژدې ګډ کار وشي. نو برلين اوس غواړي چي له يوې خوا په آلمان کي دننه ددې فشار په مقابل کي چي آلماني عسکر دي په بهرنیو هيوادونو کي د پوځي عملیاتو څخه ځان ګوښه کړي يو څه وکړي او له بله پلوه امریکایان هم خپه نه کړي او وښه يي چي جرمني په افغانستان کي خپله تګ لاره تعقیبوي، په دې مانا چي د پوليسو د روزني او دبيارغاوني چارو ته دوی زیاته پاملرنه کړې او په راتلونکي کي به يې هم کوي.

خو دRheinische Post په نامه يوه بله آلمانۍ ورځپاڼه چي د دوسلدورف د ښار څخه خپریږي، افغانستان ته د ميرکل سفر د آلمان دکورني سیاست په رڼا کي څيړي او لیکي چي د آلمان د راتلونکي پارلماني ټاکنو د پاره دمبارزي لمن اوس تر هندوکش پوري هم و غزول سي.

لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل چي د آلمان د مسیحي ډیموکرات دګوند غړې ده، افغانستان ته سفر کوي او د بهرنيو چارو وزیر فرانک والټر شټاين مایر چي د سوسیال ډیموکرات دګوند غړی دی ددغه سفر څخه د مطبوعاتو له لاري خبریږي. ميرکل د خپل دغه عمل دپاره امنیتي دلايل وړاندي کوي او وايي له دې امله مخکي په دې هکله دخپل مرستيال سره خبري نه دي کړي.

ورځپاڼه ليکي چي هم په افغانستان کي آلماني عسکر او هم د افغانستان ستړی ستو مانه ولس داحق لري چي اوروپایان يوازي په سمبولیکو سفرونو اکتفا ونه کړي او له دوی سره سمي مرستي وکړي.

او دFinancial times په نامه جرمنۍ ژبې ورځپاڼه هم پخپله يوه لنډه تبصره کي ليکي چي د ميرکل سفر افغانستان ته يوه اشتهاري بڼه لري او کندوز ته پخپل ناڅاپي سفر سره ميرکل هم دننه د آلمان خلکو ته او هم د ناټو نورو غړیو هیوادونو ته ښودلې چي وګوری موږ عمل کو.

dpa / Presse / ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل