1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان ته د مهاجرو لېږل د مرگ معنی لري»

۱۳۹۴ بهمن ۱۴, چهارشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر خپل پر هغه هوډ چې په جرمني کي نه منل شوي افغانان بيرته لېږي. ټینگ دی. د هغه پر وروستیو څرگندونو د سویلي آسیا د چارو کارپوه توماس زایبرت سختي نيوکي کړی دي.

https://p.dw.com/p/1HoTB
Deutschland Dänemark Grenze bei Padborg Flüchtlinge aus Syrien
انځور: Getty Images/S. Gallup

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د سه شنبې په ورځ د آلماني تلویزوني چېنل (ZDF) سهارنۍ خپروني ته وویل چې طبیعي خبره ده په دغه هیواد کې «چاودنې» او په اصطلاح د هغې جانبي تاوانونه شته. خو هغه وويل چې اصلا د تروریزم هدف د پولیسو مرکزونه، حکومتي ودانۍ او یا هم تلویزوني ستیشن وي چې پر هغوی باندې له حکومت سره د کار کولو تور پورې کیږي.

د توماس دیمیزیر دغه څرگندوني د مرستندویه سازمان «میډیکو انټرنیشنل» د سویلي آسیا د چارو کارپوه توماس زایبرت د تندو نیوکو سره مخامخ شوي دي.

دیمیزیر په خپلو څرگندونو کې وويل چې هغه د دې ادعا نه کوي چې «افغانستان له امن څخه برخمن دی.» خو هغه ویلي ول چې د بیلگې په توگه د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې خوندي سیمي شته. د هغه په خبره آن په نسبي توگه ناآرامه ولایتونو کې هم خوندي ولسوالۍ شته او په وینا یې په کابل کې هم هر ځای نا امنه نه دی.

د سویلي آسیا د چارو کارپوه توماس زایبرت د آلمان د کورنیو چارو د وزیر پر دغو څرگندونو سخت انتقاد کړی دی. هغه د (epd)خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې دا خبره سمه ده چې خطر په هر ځای کې یو شان نه دی خو په وینا یې چاودنې په هر ځای کي تر سره کیږي. د هغه په خبره پر دې سربیره د پيښو شمیر مخ پر زیاتیدو دی او حکومت ورځ تر بلې پر سیمو خپل کنترول له لاسه ورکوي.

زایبرت په خپلو څرگندونو کې ویلي دي داسې کومې نښخې نښانې نه لیدل کیږي چې حکومت دې د دې وړتیا ولري چې د هغې پر ضد کوم اقدام وکړي. د هغه په خبره د بیلگې په توگه د کندز پیښې وښووله چې امنیتي وضعیت ژر تغیر کولا شي. د دغه ولایت مرکز د تیر میلادي کال په وروستیو میاشتو کې د څو ورځي له پاره د طالبانو لاس ته لویدلی وو.

توماس زایبرت په خپلو څرگندونو کې پر دې خبره باندي ټینگار کړی دی چې د آلمان د کورنیو چارو وزیر په دې پوهیږي چې د حملو له کبله زیاتره لارویان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی؟ نوموړي کارپوه دې خبرې ته اشاره وکړه چې کابل ته د توماس دیمیزیر د سفر په ورځ یوه خونړۍ چاودنه رامنځ ته شوه. د هغه په خبره هر څوک د دغې چاودنې هدف گرځیدای شو.

د کیڼ اړخي گوند د فراکسیون د داخلي چارو ویاندې اولا یلپکه، د سه شنبې په ورځ په برلین کې وویل چې دغسې چاودنه د ملکي وگړو پر وړاندې یو حقیقي خطر دی. هغې یادونه وکړه چې افغانستان ته به د مهاجرو استول په اصطلاح په خپل لاس د مرگ دام ته د اچولو په معنا وي.