1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د جرمني آواکس الوتکو تګ ځنډيدلی دی

۱۳۸۸ شهریور ۵, پنجشنبه

دبلي خوا په کندهار کي دسه شنبې د ورځي د سختي چاودني د قربانيانو شمير 43 کسانو ته رسيدلی دی ...

https://p.dw.com/p/JJVV
آواکس اکتشافي الوتکي
آواکس اکتشافي الوتکهانځور: AP

لکه څنګه چي د فرانس پرس آژانس پخپل يو رپوټ کي ليکي ، ښايي په افغانستان کي دآلماني آواکس اکتشافي الوتکو عمليات وځنډيږي . پرون دآګست پر 26 نيټه دغه خبر د Süddeutschen Zeitung په نامه ، نامتو آلماني ژبي روځپاڼي خپور کړی ؤ، او وروسته په برلين کي دآلمان ددفاعي چارو وزارت هم دا خبر تايد کړی دی .

ولي ددغه اکتشافي الوتکو دعملياتو پيل ځنډيدلی دی ؟

ددې کار علت دا بلل شوی چي تر اوسه آذربايجان او ترکمنستان لدې څخه ډډه کړيده چي آواکس اکتشافي آلمانۍ الوتکي دي ددوی دهوايي قلمرو د لاري تيري سي ،نو دغه الوتکي دې ته اړ شوي دي چي بيرته آلمان ته راستنې شي .

دآلمان ددفاعي چارو دوزارت وياند Thomas Raabe دامساله چي په افغانستان کي دجرمني آواکس اکتشافي الوتکو دعملياتو پيل ځنډيدلی دی ،يوه د « خواشيني وړ » موضوع بللې ده ، او وايي چي اوس دامساله په ناټو پوري اړه پيدا کوي . دناټو دفاعي تړون بايد ژر تر ژره ددې دپاره امکانات برابر کړي چي دغه اکتشافي الوتکي په افغانستان کي په خپلو فعاليتو پيل وکړي .

دآلمان اتحادي پارلمان دهمدې روان ميلادي کال دجولای دمياشتي پر دوهمه نيټه يووار بيا دا پريکړه کړې وه چي په افغانستان کي دآلماني عسکرو دفعاليتونو دلمن دپراخيدلو په لړ کي دي دناټو په چوکاټ کي جرمنۍ آواکس اکتشافي الوتکي افغانستان ته واستول شي . ددغي پريکړي له مخي بايد تر 300 پوري نور آلماني عسکر هم افغانستان ته واستول سي، تر څو دوی دافغانستان په هوايي قلمرو کي د اکتشافي هوايي عملياتوڅارنه وکړي .

هسي چي دالمان حکومت وايي په افغانستان کي به دڅلورو آواکس اکتشافي الوتکو دعملياتو لګښت څه نه څه څلورو مليونو يوروته ورسيږي، او دغه الوتکي به په افغانستان کي دهوايي ترانسپورت تنظيم هم پر غاړه واخلي .

دبلي خوا بيا په کندهار کي دسه شنبې د ورځي د سختي چاودني د قربانيانو شمير 43 کسانو ته رسيدلی دی .

دغه خبره دافغانستان دننه دچارو وزارت کړې، او لکه څنګه چي دکندهار ولايت دامنيې قوماندان غلام علي وحدت وايي ، په دغه پيښه کي د 65 څخه زيات کسان ټپيان شوي هم دي . دوژل شوو کسانو په ډله کي دنړيوال سره صليب يو افغان همکار هم شامل دی .

په کندهار کښي وروستۍ چاودنه چه ډيری پکښي شهيدان او زخميان سول
په کندهار کښي وروستۍ چاودنه چه ډيری پکښي شهيدان او زخميان سولانځور: AP

هم دملګرو ملتودټو لني لوی منشي بان کي مون ، هم ددغي ټولني دامن جرګي ، هم ناټو او هم اوروپايي ټولني په کندهار کي دتيري سه شنبې دورځي ويرجنه پيښه چي دماښام دروژه مات په وخت کي تر سره شوې ، په شدت سره غندلي ده . ددغي چاودني په اثر لږ تر لږه لسو کورو ته په داسي وخت کي سخت تاوانونه رسيدلي چي اوسيدونکو يې روژه مات کاوه .

کندهار دافغانستان په سويل کي هغه ولايت دی چي د هغه ځايه څخه په 1994 ميلادي کال کي دطالبانو غورځنګ راپورته ، او په 1995 ميلادي کال کي دوی دافغانستان په کورنيو جګړو کي ديوه پياوړي ځواک بڼه غوره کړل .

دوی په 1996 ميلادي کال کي پر دې بريالي سول چي کابل ونيسي . د2001 ميلادي کال تر اکتوبره پوري دافغانستان دخاوري دڅلورو برخو څخه لږ تر لږه درې برخي ددوی په لاس کي وې، تر څوچي افغانستان ته دامريکايانو او ددوی د متحدينو په راتلو سره دځواک دمسنده څخه ليري سول ، خو ددوی مقاومت لا تراوسه هم دوام لري .

AFPD/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري