1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د بې کيفيته درملووارديدل

۱۳۸۸ بهمن ۱۲, دوشنبه

په افغانستان کي د ډيرو مشکلاتوتر څنګ يومشکل هم هيواد ته په پراخه پيمانه د بې کيفيته اوغيرقانوني دواوو واردول دي ،چي ډير خلک يې دمشکلاتواو کړاونو سره مخامخ کړي دي

https://p.dw.com/p/LoSA
انځور: picture-alliance / dpa

په خاص ډول مريضان او د هغوی کورنۍ مستقيماً ددغه مشکل سره مخامخ دي . ځکه د يوې خوا ددوی ډيري پيسې په دواوولګيږي ، اود بلي خوا، نه يوازي دا چي د دوی ناجوړۍنه جوړيږي ، بلکه نور تاوانونه هم ورته رسوي .

د کابل په ښار کښي هر ګړی سل هاوو درملتونو ته خلګ د دوا اخيستو دپاره ورځي ،خو کله چي ددوی څخه د دواوو د کيفيت په هکله پوښتني وسي ،نو دوی سر ټکوي او وايي چې هغه بې کيفيته دي ،خو دوی مجبوره دي د همدغو دواوو څخه استفاده وکړي .

د کابل ښاريان وايي چي : تجاران د خپلو ګټو په خاطر بې کيفيته دواوي واردوي او ځکه نو هغه کسان چه پيسې لري ، خپل مريضان د علاج دپاره خاراج ته بيايی ،او غريبان مجبوره دي خدای ته صبر وکړي .

دکابل څو تنه ښاريانو په دې هکله ډويچه ويله ته وويل ، چي دوی پخپله داسي دواوي اخيستي دی چي د ګټي پر ځای يې ورته تاوان رسولی دی .

دوی ددولت څخه غواړي تر څو د بې کيفيته دواوو د واردولو مخنيوی وکړي .

د کابل ښار د يوه درملتون کارکوونکي وويل چې بې کيفيته دواوي رنځورته ډير تاوانونه رسوي .

که څه هم په افغانستان ک کښي د نورم او ستندرد په نامه اداره جوړه سويده، خوسره له هغه هم د بې کيفيته وارديدونکي دواوو سطح نده راکښته سوې . دعامې روغتياد وزارت وياند ډاکتر فريد احمد رايد ،دويچه ويلي راډيو ته وويل چي : دوی په هيواد کښي د بې کيفيته دواوو ښکاردي او افغانستان ته د اوږدو سرحدونو په درلودلو سره قاچاقي او غيرقانوني دواوي وارديږي .

د عامې روغتياد وزارت وياند اضافه کړه چي، دوی تل هڅه کړيده تر څو بې کيفيته دواوي له درملتونو څخه راټولي کړي او خرڅونکو ته يې جزاء ورکړي ،خو سره لدې هم بې کيفيته درمل په غيرقانوني ډول افغانستان ته راوړل کيږي . دی دتجارانوڅخه هيله کوي تر څو د بې کيفيته دواوو د واردولوڅخه ډډه وکړي .

افغانستان ته د بې کيفيته دواوو واردول د ټولوافغانانو دپاره يو خطر بلل کيږي ، خلګ ددولت څخه غواړي تر څو په دې برخه کښي قاطع ګامونه واخلي .

انور بری پال

کتونکی : محمد قاسم نوري