افغانستان ته د اوبا ما سفر، د تحليل گرانو او عامو وگړو نظرونه
۱۳۸۷ تیر ۲۸, جمعهد ولسي جرگې غړی کبير رنجبر وايي:« د امريکايي عسکرو زياتوالی د افغانستان لپاره کومه گټه نه رسوي. د افغانستان حکومتي اداره اصلاحاتو او د خلکو ملاتړ ته ضرورت لري. حکومت په خپله په يوه ستونزه باندي تبديل سوی دی.»
اوباما چي د جمهوريخوا گوند کانديد ميک کاين سره رقابت کوي، ويلي دي، چي دی غواړي له عراق او افغانستان څخه ليدنه وکړي. خو د امنيتي ستونزو له کبله يې دقيق وخت تر اوسه پوري نه دی ښودلی.
د افغاستان يو بل څيړونکی وحيدالله مژده په دې نظر دی، چي:« په افغانستان کي د امريکايي عسکرو لانور زياتوالی دا مانا ورکوي، چي امريکا د افغانستان ستونزي د نظامي لاري حل کول غواړي. دا سمه ستراتيژي نه ده. د عسکرو زياتوالی د جگړې دوام دی او په جگړه کي به لا ډير خلګ مري او دواړه خواوي به لا نور تلفات ورکوي.»
که څه هم د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ډير خلک اوباما تر اوسه نه پېږني او د افغاسنتان لپاره د ده له ستراتيږۍ څخه خبر نه دي. خو صالح محمد په کابل کي يو دکاندار وايي:«زه نه پوهېږم، چي او باما څوک دی. زه يوازي په دې هېله يم، چي هغه څوک دي د امريکا جمهوررييس کړي، چي د افغانستان د خلګو سره زړه سوی ولري، او موږ ته سوله راولي.»
په کابل کي يو ټکسي وان په دې هکله خپل نظر داسي بيانوي:«زه له ده څخه هيله مند يم، تر څو په افغانستان کي د پاکستان لخوا د ښځو، ماشومانو اوبيگناه خلکو د وژلو مخنيوی وکړي.»