افغانستان ته د امریکا مرستي باید سمي مصرف شي
۱۳۹۰ خرداد ۱۹, پنجشنبهد کانګړيس په دغه څيړنيز راپور کي ليکل سوي چي متحده ايالات بايد په افغانستان کي اوږد مهالي ګټي په پام کي ونيسي.
د کانګرس په دغه څيړنه کي چي د تيرو دوو کلونو په مودي کي تر سره سوې راغلي چي متحده ايالات بايد په افغانستان کي د خپل 320 ميليونو مياشتني بوديجې څخه سم کار واخلي او دغه پيسي په افغانستان کي د دايمي سولي د راوستلو په موخه ولګوي.
د باراک اوباما ادارې په 2012 کال کي افغانستان کي د خپلو عملياتو د پر مخ بيولو له پاره د څه نا څه 3.12 ميلياردو ډالرو غوښتنه کړي.
د امريکا د سنا لخوا دا راپور په داسي حال کي خپريږي چي ولسمشر اوباما د افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د راويستلو په اړه يوي پړيکړي ته ورسيږي.
د سې شنبې په ورځ د امريکا يو پياوړي سناتور،کارل ليفن، وويل چي بارک اوباما بايد د روان کال تر پايه پوري د افغانستان څخه خپل 15000 سرتيري راوباسي.
د امريکا د کانګريس لخوا په خپور سوي راپور کي راغلي چي افغانستان ته د امريکا متحده ايالاتو 80 سلنه بهرني مرستي د دغي هيواد په شرقي او جنوبي ولايتونو کي د لنډ مهالو پروژو د ترسره کولو په موخه تر سره کيږي.
د دغه راپور په حواله افغانستان کي د بهرنيو مرستو ناسمه مصرفول کيدای سي په دغه هيواد کي اداري فساد، په مارکيټ کي د عرضه تقاضا د خرابوالي او د ناامنيو د رامنځ ته کيدو عامل سي.
د خپور سوي راپور له مخه که بهرني ځواکونو په 2014 م کال کي د افغانستان څخه ووځي، کيدای سي افغانستان د ډير شمير ستونزو سره مخامخ سي. دغه سازمان وايي چي که افغان حکومت پوره اقدامات و نه کړي نو په راتلونکو کي به د لا ډيرو ستونز سره مخامخ وي.
په راپور کي همدا راز راغلي چي په افغانستان کي ميشت امريکايي شرکتونو هم د امريکا د کانګريس د غړو د انديښي وړ ګرځيدلي.
د راپور په حواله که د امريکا متحده ايالات د نړيوالو شرکتونو سره خپل تخنيکي قراردادونه فسخ نه کړي کيدای سي دغه کار د افغان استعدادونو، د تر پښولاندي کولو په معني وي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل