1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان سرتیرو ستړې جګړه

۱۳۹۶ خرداد ۱۵, دوشنبه

د افغان امنيتي ځواک يو افسر برید جنرال محمد نسیم سنګین وايي چې هغه نورو سرتیرو او تجهیزاتو ته اړتیا لري، څو طالبان مات کړي او له دښمنه نیول شوي سیمې وساتي.

https://p.dw.com/p/2e8b2
Afghanistan Kämpfe in der Prozinz Helmand
انځور: Reuters/A. Malik

خو یو څه چې هغه یې نه غواړي هغه په افغانستان کې د جګړې لومړۍ کرښې ته د بهرنیو سرتیرو بیرته راتګ دی. نوموړی په دې هکله وايي: «موږ خپل هیواد ښه پیژنو او موږ کولای شو چې خپل دښمن په خپله مات کړو.» هغه وايي ناټو کولای شي له افغان امنیتي ځواکونو سره د روزنې په برخه کې مرسته وکړي. دوی کولای شي چې امنیتي ځواکونو ته لا ډیر تجهیزات ورکړي خو د افغانانو جلب او جذب موږ کوو.

همدا چې د ناټو او امریکايي چارواکي په افغانستان کې خپله راتلونکې تګلاره جوړوي، په افغانستان کې امنیتي ځواکونه له قوي دښمن، له ګڼ شمیر نورو ستونزو لکه د تجهیزاتو نه شتون، کمزوري مشرتابه، سیاسي مداخلو او پراخ فساد سره لاس او ګریوان دي.

په داسې حال کې چې په پلازمینه کابل کې د چهارشنبې د ورځې قوي چاودنې چې تر۹۰ ډیر کسان يې ووژل، پیښې د رسنیو د سر ټکي جوړوي په عین وخت کې د دې هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې له وسلوالو مخالفینو سره جګړې هم په میاشتني ډول د سوونو افغان ملي پولیسو او ملي اردو د سرتیرو ژوند اخلي.

د۱۹۸۰م کلونو راهیسې هغه مهال له روسانو سره په جګړه کې او اوسمهال په ننګرهار کې د جګړې سرتیری نسیم سنګین په دې ولایت کې د یوې لوا مشري کوي. هغه هغو عملياتو ته تياری نيسي چي غواړي د ننگرهار له چپرهار ولسوالۍ څخه چیرته چې تریاک هم حاصل ورکولو ته چمتو شوي، وسله وال مخالفین پر شا وتمبوي.

په دې سیمه کې له څو کلیومترۍ څخه د اتوماتو وسلو د ډزو غږونه اوریدل کیږي خو هغه وايي چې عملیات ښه پر مخ روان دي او زیاتوي چې د ولسوالۍ مرکز په لږ تلفات سره اوس له وسله والو مخالفینو پاک شوی دی. که څه هم تجربو ښوولې ده چې د نیول شوو سیمو د ساتلو له پاره پخوا هم کوم ځانګړی تضمین نه وو.

برید جنرال نسیم سنګین په دې هکله وايي: «موږ عملیات کوو، پلټنې کوو او یاغیان بیرته غرونو ته پر شا تمبوو، خو وروسته باید زه خپل سرتیري نورو ځایونو ته د جګړې له پاره ولیږم او همدا چې موږ دا سیمه ترک کړو، یاغیان بیرته راګرځي.»

اوږدمهاله جګړه

د امریکا په مشرتوب د طالبانو رژیم تر نسکوریدو ۱۶ کاله وروسته، تر ۱۳ زره ډیر بهرني سرتیري لا هم په افغانستان کې پاتې دي. دغه شمیر په لومړي سر کې تر ۱۰۰ زرو بهرنیو سرتیرو هم ډیر وو. خو ناټو چارواکو په وار وار ویلي چې دوی به بیا په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت ته چې په ۲۰۱۴م کال کې یې پای ته رسولی وو، بیرته ونه ګرځي.

په عین وخت کې د بهرنیو او افغان چارواکو لخوا په مشرتابه او د فساد د لمنځه وړلو د ډاډ ترڅنګ، افغان امنیتي ځواکونه د ترهرګرو په ځپلو کې خپلې هڅې کوي او اوسمهال له ۶۰ سلنه ډیره خاوره په خپل واک کې نه لري.

د سرتیرو په وینا د اضافي سرتیرو او تجهیزاتو نه شتون، او د ورځې په اوږدو کې د دندو اوږده سفرونه د دوی مهمې ستونزي دي، چې په هکله یې چارواکو د اصلاحاتو ژمنه هم کړې.

سربیره پر دې، په افغانستان کې د امریکا د بیا رغونې د پروژو د څار سازمان یا سیګار په خپل یوه رپوټ کې د امنیتي ځواکونو د خورا لوړ شمیر تلفاتو په هکله خبر ورکړی وو. د دې رپوټ په اساس د ۲۰۱۶م کال په لومړیو شپږو اونیو کې لږ تر لږه د ملي پولیسو او ملي اردو ۸۹۷ سرتيري وژل شوي او د لسو میاشتو ټولټال شمیر یې بیا ۶۷۸۵ سرتیرو ته رسیږي. په شخصي خبرو کې ځینې امنیتي چارواکي بیا له دې هم زیات تلفات په ګوته کوي.

اسدالله چې د نورو افغانانو په شان یوازې یو نوم کاروي، وايي چې تیر کال ډیر مصروف او خطرناک وو خو سږ کال اسانه دی. نوموړی همدا راز زیاتوي چې لومړی موږ په اچین کې وو، بیا تورخم او اوس دا دې له کومې وقفې پرته په چپرهار ولسوالۍ کې یو. هغه همدا راز وايي: «اوه میاشتې کیږي کورته نه یم تللی ځکه له یو ځای څخه بل ځای ته د دندې له پاره ځو. موږ ستړي یو خو بدیل نه لرو.»

(afp,rtr/KH)

زموږ له ارشيف څخه: