افغانستان: بیلابیلو پېښو لس تنه پولیس ووژل
۱۳۹۱ خرداد ۱۱, پنجشنبهد کندهار د والي ویاند جواد فیصل، وویل چې په دې ولایت کې یوه ځانمرګي برید کوونکي په موټر کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي مواد د پولیسو د یوې پوستې پر وړاندې وچول.
د کندهار د والي ویاند زیاته کړه: «په دې بزدلانه برید کې پنځه پولیس شهید شول او شپږ تنه نور ټپیان شول.»
کندهار د افغانستان په جنوب کې تر ټولو لوی ښار دﺉ. په دې ولایت کې د افغانستان د نورو سیمو په پرتله طالبان ډیر فعاله دي. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم تر راپرځیدو وروسته دغه ډله په دې ولایت کې وخت نا وخت بریدونه تر سره کوي.
د یوه بل خبر له مخې د ننګرهار په ولایت کې هم د پولیسو په یوې پوستې کې یو برید شوی دﺉ چې په پایله کې ئې لږ تر لږه دوه تنه پولیس وژل شوي دي.
د ننگرهار د ولایت ویاند احمد ضیأ عبدالزي، دغه پیښه ومنله او زیاته ئې کړه چې افغان امنیتي ځواکونه اوس د دې پېښې د لاملونو په اړه څیړنې کوي.
په وروستیو کې یاغیان ډیر وخت افغان امنیتي ځواکونه تر بریدونو لاندې نیسي. په پام کې ده چې همدا ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان امنیتي مسئولیتونه پر غاړه واخلي.
څو اونۍ پخوا طالبانو اعلان وکړ چې په افغانستان به خپل د اوړي عملیات په لاره واچوي. طالبان په افغانستان کې د هوا له گرمیدو سره پخپلو بریدونو کې ډیروالی راولي. دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې افغان امنیتي ځواکونو د دغو بریدونو دفع کولو ته د چمتوالي اعلان کړی دئ.
د جمعې په ورځ د افغانستان شمال هم ارامه پاتې نه شو. یوې چاودنې د کندز ولایت تروریزم پر وړاندې د مبازرې د ادارې رئیس وواژه. د دې ولایت امنیتي چارواکو ویلي دي چې د دغه کس موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین برابر شو چې د هغه سربیره یو همکار او دوه تنه ساتونکي ئې هم په دې برید کې ووژل شول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: شمس الرحمان ناصر