1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او پاکستان يو د بل سفيران احضار کړل

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ تیر ۱۲, جمعه

په کندهار کې د پاکستان د قونسلگرۍ د یوه چارواکي د نیولو پرسر په اسلام آباد کې افغان سفر بهرنیو چارو وزرات ته ورغوښتل شوی وو او په دې هکله یې ورته خپله اندېښنه ښوولې ده. تر دې د مخه افغانستان هم د پاکستان سفیر ورغوښتی وو.

https://p.dw.com/p/1FsOn
انځور: AFP/Getty Images/F. Naeem

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي دي چې دوی په اسلام آباد کې افغان استازي بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتی وو. ويل شوي دي چې دغه استازي د دې له پاره ورغوښتل شوی وو چې په کندهار کې د پاکستان د قونسلگرۍ د یوه کارکوونکي د نیولو په هکله ورسره خپله اندېښنه شریکه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیې کې ویلي دي چې په کندهار کې د قونسلگرۍ یو کارکوونکی د پنجشنبې په ورځ په زور د افغان ځواکونو له خوا بیول شوی دی.

په بیانیه کې راغلي دي چې بیا وروسته افغان چارواکو هغه په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې بیانیه کې په انگور اډه سیمه کې د رامنځ ته شوې پیښې په هکله هم اندېښنه ښوول شوې ده. ویل شوي دي چې په دغه پیښه کې یو افغان سرحدي ساتونکی وژل شوی او دوه پاکستاني عسکر ټپیان شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې ادعا شوې ده چې د انگور اډې په سرحدي سمیه کې لومړني فیرونه د افغان اړخ له لوري شوي دي.

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په کندهار کې د پاکستان د قونسلگرۍ چارواکي د نیولو وضعیت لا هم نا څرگند دی. زیاته شوې ده چې د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک، ویلي دي چې دوی کوم پاکستانی چارواکی نه دی نیولی او نه د دغسي نیونې په هکله کوم معلومات لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې د ورځي د اعلامیې له مخې افغانستان هم د پاکستان سفیر ورغوښتي وو، څو د جون میاشتې د ۳۰ نیټې د پیښې په هکله ورته احتجاج وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب