1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او پاکستان د سولې په اړه «تندي» خبرې کړي دي

۱۳۹۰ بهمن ۲۸, جمعه

په اسلام آباد کې په لوړه کچه د دوو ورځو تر غونډې وروسته ښایي افغانستان په دې کې پاته راغلی وي چې د طالبانو سره د سولې په پروسه کې د پاکستان ډیره مرسته تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/1452e
انځور: AP

د افغانستان شخړې ته د پاې د ټکي د ایښودلو له پاره د پاکستان هڅو ته په مهمه سترگه کتل کیږي او داسې باور شته چې پاکستان پر افغاني ډلو نفوذ لري.

په اسلام آباد کې د افغان ولسمشر حامد کرزي او پاکستاني چارواکو تر منځ تر لیدنې کتنې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري حنا رباني کهر، خبریالانو ته ويلي چې خبرې تندې وې. خو ځیني وخت د دې اړتیا وي چې داسې خبرې تر سره شي.

پاکستان ته د کرزي د سفر مخکې افغان چارواکو ويلي ول چې پر پاکستان به فشار راوړي چې له طالب مشرانو سره اړيکي ونيول شي. د کویټې د شورا په اړه داسې ویل کیږي چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د کویټې په ښار کې خپل فعالیتونه کوي.

پاکستان تل افغان اورپکو ته د پټنځایونو د برابرولو او د پاکستان په خاوره کې د کویټې د شورا شتون په کلکه رد کړی دﺉ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري په خپلو خبرو کې زياته کړې:
« موږ غواړو په هره برخه کې خبرې وکړو. که چیرې غوښتنې غیر عملي وي او آن غيرمنطقي وي نو بیا د گډ کار چانس نه لیدل کیږي.«

د هغې په وینا که غوښتنه د ملا عمر سپارل وي، نو نه یواځې دا چې دا غیر عملي خبره ده بلکې د خندا وړ هم ده.

تر دې د مخه افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستاني چارواکو سره د لیدنې پر وخت د هغوی څخه غوښتي وو چې له طالبانو سره د اړیکي په ټینگولو کې ورسره مرسته وکړي.


د غونډې تر مخه کرزي د «جیو» په نوم له یوه ځایي تلویزون سره په مرکه کې ویلي دي چې افغان دولت به د طالبانو سره د خبرو اترو په هکله پریکړه وکړي.

د کرزي دولت څو څو واري د طالبانو او امریکا تر منځ په مستقیمو خبرو خپله ناخوښي څرگنده کړې وه. ولسمشر کرزي هم کوښښ کړی وو چې د طالبانو سره د سولې خبر اتری پیل کړي خو طالبانو د هغه سره د خبرو اترو کولو څخه ډډه کړې وه.

افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لومړي وزیر یوسف رضا گیلاني سره د پنجشنبې په ورځ لیدلې وو، په دغه غونډه کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني هم موجود وو. یوه پاکستاني چارواکي چې په دغه غونډه کې ئې برخه لرله د آلمان خبري آژانس ته ویلي چې په دغه غونډه کې حامد کرزي د پاکستان له ملکي او پوځي مشرتابه څخه په وار وار غوښتي چې له طالبانو سره د اړيکو په ټینگولو کې ورسره مرسته وکړي.

افغان ولسمشر د دوو پاکستاني مذهبي ډلو د استازو سره هم لیدلي دي. د پاکستان د جمیعت علما اسلام او د جماعت اسلامي د گوندونو په اړه ویل کیږي چې د طالبانو په لیکو کې نفوذ لري. کرزي د نوموړو گوندونو له مشرانو څخه په افغانستان کې د سولې د رامنځ ته کیدو په برخه کې هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

د جماعت اسلامي ډلې مشر قاضي حسین احمد کرزي ته وویل چې بهرني قواوي باید له افغانستان څخه ووځي نو بیا د نورو ډلو په یوځای کولو او د ستونزې د حلولو په برخه کې مرسته کیدلای شي.

اټکل کیږی چې افغان ولسمشر به د جمعې « د ۲۰۱۲م کال د فیبروري د میاشتې ۱۷مه نیټه» د مولانا سمیع الحق سره هم وگوري.

سمیع الحق د پاکستان د ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې په اوسني وخت کې د سولې په اړه د مثبتو خبرو په هکله باوري نه دئ، ځکه چې طالبان پر پاکستان، امریکا او افغان دولت باور نه لري.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش