1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او هند د سوداگرۍ د پراخولو په لټه کې دي

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۱۱, یکشنبه

افغانستان او هند د تجارت د پراخولو او د سوداگرو تر منځ د اړیکو د ټینگولو په موخه یو گډ نندارتون جوړ کړ. په دغه نندارتون کې د دواړو هیوادونو بیلا بېل محصولات نندارې ته وړاندې کړای شول.

https://p.dw.com/p/1Dflg
انځور: DW/H. Sirat

د هند او افغان چارواکو د ویناوو له مخې که چیرې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ځمکې له لارې د سوداگری لارې پرانیستې وای، نو دغه سکتور به له دې زیاته وده کړې وای.

په دغه نندارتون کې د افغانستان او هند محصولات په ۵۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړای شول. هندي سوداگرو داسې اجناس نندارې ته وړاندې کړل چې په افغانستان زیات رانیونکي لري. د هندي سوادگرو له لوري د دوا جوړونې، طبي تجهیزاتو، د آبیارۍ او زراعتي ماشین آلاتو، پلاستیکي محصولاتو، معلوماتي تېکنالوژۍ، د فولادو صنعت، د ډبرو صنعت، برقي وسایلو او د موټر جوړونې د صنعتونو شرکتونو خپل توکې نندارې ته وړاندې کړل.

د افغانستان په غرفو کې وچه میوه، قالین، لاسي صنایع، د تیږو صنایع او دې ته ورته نور محصولات نندارې ته ايښول شوي ول.

په ۵۰ غرفو کې بېلابېل توکي نندارې ته ايښول شوي وو
په ۵۰ غرفو کې بېلابېل توکي نندارې ته ايښول شوي ووانځور: DW/H. Sirat

د سوداگرۍ او صنایع خونۍ د نړیوالو اړیکو مشر آذرخش حافظي، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر ۲مه) د دغې نندارتون د پرانیستنې په مراسمو کې وویل چې په هند کې تر ۵۰۰ میلیونو زیاتو انسانانو د خرید توان زیات دی او افغان سوداگر له هند سره د سوداگرۍ په برخه کې ښه فرصت لري: «هند د پرمختگ په درشل کې له یوه هیواد څخه پر یوه پرمختللي هیواد اوښتی دی او دغه هیواد په تیرو ۲۰ کلونو کې ۳۰۰ میلیونه انسانان له بې وزلۍ څخه ژغورلي دي او په یوې متوسطې طبقې باندې اوښتي دي. او دا د افغانستان د مولدینو له پاره یو ښه پېغام دی.»

د سوداگرۍ سخته لار

له هند څخه د افغانستان واردات په کال کې ۱۳۶ میلیونه ډالرو ته رسیږي او افغانستان په کال کې هند ته د ۱۰۲ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات لري. افغان او هندي چارواکي وایي که چیرې دواړه هیوادونه یو نزدې تجارتي لاره ولري، نو د دواړو هیوادونو تر منځ به سوداگري څو برابره ډیره شي.

د هندي او افغان چارواکو د ویناوو له مخې وروسته له هغې چې پاکستان، افغانستان او هند ته د خپلې لارې د تجارت کولو اجازه ور نه کړه، دواړه هیوادونه د یوې دوهمې لارې د موندلو په هڅه کې شول او هغه د ایران د چابهار د بندر لاره ده. افغان سوداگر وايي چې د دغه بندر له لارې هندي مالونه چې افغانستان ته رسیږي، ډير گران تمامیږي.

دغه نندارتون د دواړو هیوادونو د تجارت د پراخولو او د سوداگرو تر منځ د اړیکو د ټینگولو په موخه جوړ شوی
دغه نندارتون د دواړو هیوادونو د تجارت د پراخولو او د سوداگرو تر منځ د اړیکو د ټینگولو په موخه جوړ شویانځور: DW/H. Sirat

په کابل کې د هند د سفیر مرستیال ویراج سېنهه، په دغو مراسمو کې وویل چې هیواد یې د چابهار په بندر کې ۸۶ میلیونه ډالره پانگونه کړې ده تر څو د افغانستان او هند تر منځ د آزاد تجارت زمینه برابره شي: «افغانستان هغه مارکیټ دی چې موږ کولای شو خپل تولیدات په کې وپلورو. افغانستان په تیرو دیارلسو کلونو کې لاس ته راوړنې لرلي دي او تولیدات لري او د دې هیواد خلک د فرصتونو موندلو په لټه کې دي.»

د منځنۍ آسیا هیوادونو بازارونو ته لاس رسی د هند بل هدف دی، تر څو وکولای شي خپل کالي د افغانستان له لارې هلته ورسوي.

په عین حال کې افغان سوداگر هیله من دي چې افغاني تولیدات پر هندي شتمنو وپلوري. عابدالله چې د میوو د اوبو د تولید شرکت لري وایي په دې هڅه کې دی چې خپلو محصولاتو ته په هند کې بازاریابي وکړي: «موږ په دې ځای کې د میوې شیره او جوس لرو، تر څو بهرنیان راشي ویې ویني او نمونه یې واخلي. موږ غواړو چې د خپل ضرورت وړ وسایل له دغه نندارتون څخه تر لاسه کړو.»

د زراعت عصري کول

په دغه نندارتون کې د هندي شرکتونو زراعتي او برقي وسایلو د ډیرو خلکو پام خپل ځان ته راوړلی دی. د افغانستان د رسمي ارقامو له مخې د دغه هیواد ۸۰ سلنه خلک د زراعت په سکتور کې په کار بوخت دي. خو افغان زمینداران لا اوس هم په دودیزه توگه خپلې زراعتي چارې پر مخ بیایي او اوس هم بزگران عصري زراعتي وسایلو ته لاس رسی نه لري.

د افغانستان د اقتصاد سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال وایي چې د زراعت عصري کول د افغانستان په اقتصادي لومړیتوبونو کې راځی او په وینا یې افغانستان په دغه برخه کې ډیرو وسایلو او ابزارو ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه: «زراعت په اوسني شرایطو کې موږ د افغانستان د اقتصادي ودې محور گڼو، د زراعت د ودې په خاطر موږ زراعتي صنایعو ته اړتیا لرو تر څو پایداره زراعتي وده تضمین کړای شي.»

د افغانستان د اقتصاد سرپرست وزیر وویل چې د هند زراعتي ابزار او الات د افغانستان له پاره ارزانه دي او دواړه هیوادونه کولای شي په دې برخه کې پراخه سوداگري ولري.