1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او هندوستان څلور تړونونه لاسلیکوي

۱۳۹۱ آبان ۱۹, جمعه

هندوستان غواړي د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په بهیر کې خپل نقش لا پسې پیاوړی ‏کړي. پر دې سربیره به هندوستان، نوي ډهلي ته د ولسمشر کرزي د سفر پر مهال له ‏افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې څلور نوي تړونونه لاسلیک کړي.‏

https://p.dw.com/p/16fww
Indian Prime Minister Manmohan Singh, left, and Afghanistan President Hamid Karzai, right, shake hands after a press conference at the Presidential Palace in Kabul, Afghanistan, Thursday, May 12, 2011. (ddp images/AP Photo/Mustafa Quraishi)
Hamid Karzai Manmohan Singhانځور: AP

په پلان کې ده چې ولسمشر کرزی به د جمعې په ورځ هندوستان ته خپل څلور ورځینی ‏سفر پیل کړي. په دې سفر کې به د افغان ځواکونو په روزنه کې د هندوستان د نقش پر لا ‏پیاوړی کیدو باندې خبرې وشي. د دې تر څنګ به د ولسمشر کرزي په همدې سفر کې ‏هندوستان او افغانستان په بیلا بیلو برخو کې څلور تړونونه لاسلیک کړي.‏

ولسمشر کرزی به د خپل سفر په پیل کې په ممبیې کې له یو شمیر هندي پانګوالو سره ‏وویني او هغوی به په افغانستان کې د لا ډیرې پانګونې له پاره وهڅوي. افغان ولسمشر به ‏د دوشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې له لومړي وزیر من موهن سنګهـ سره وویني. ‏

هندوستان ته د ولسمشر کرزي تر سفر مخکې هندوستان سل میلیونه ډالر په افغانستان کې ‏په کوچنیو پروژو کې د پانګونې له پاره ځانګړې کړې دي. په دې ترتیب سره په تیرو لسو ‏کلونو کې له افغانستان سره د هندوستان د مرستو کچه له دوه میلیارد ډالرو څخه لوړه شوه.‏

په هندوستان کې د افغانستان د سفارت ویاند زلمي وفامل، وویل: «د کانونو، ځوانانو د ‏اړیکو، وړوکو پرمختیایي پروژو او د کیمیاوي سرې په برخو کې به څلور تړونونه د ‏دوشنبې د ورځې تر خبرو اترو وروسته لاسلیک شي.»‏

نوموړي افغان چارواکي زیاته کړه: «پر دې سربیره به هندوستان کې د هغو افغان امنیتي ‏ځواکونو د شمیر پر لوړیدو باندې هم خبرې اترې وشي چې په دې هیواد کې روزنې تر ‏لاسه کوي.»‏

هندوستان او افغانستان تیر کال د دوه اړخیزو همکاریو یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ ‏چې له مخې یې هندوستان افغان امنيتي ځواکونه روزي. ‏

رسنیو همداراز خبر ورکړی دی چې هندوستان غواړي د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه کې ‏خپله ونډه ډیره کړي. په دې ترڅ کې به د هندوستان په بیلابیلو پوځي روزنیزو مرکزونو ‏کې د افغان امنیتي ځواکونو شمیر لوړ شي.‏

که څه هم هندوستان موافقه کړې ده چې افغان امنیتي ځواکونه به وروزي، خو د دې کار ‏له پاره باید پخپله افغانان هندوستان ته ولاړ شي. دا په دې معنی چې هندوستان داسې کومه ‏پریکړه نه ده کړې چې له مخې خپل روزونکي یا سرتیري افغانستان ته واستوي.‏

هندوستان ته د افغان ولسمشر کرزي سفر په یوه ډیر حساس وخت کې ترسره کیږی. په ‏پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به له افغانستان څخه ټول بهرني جنګي ‏سرتیري ووځي او د دې هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه به پخپله افغانانو ته وسپارل شي.‏

هندوستان تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د یاغیانو د نفوذ د زیاتیدو له کبله ‏اندیښنه لري او له همدې کبله یې د افغان امنیتي ځواکونو له روزنې سره خپله لیوالتیا ‏ښوولې ده.‏

مسعود جهش (د المان خبري آژانس)‏
کتونکی: سید ریاض‏