1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او انگلستان خپله وروستۍ لوبه گټل غواړي

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۱, پنجشنبه

د افغانستان د کرکیټ لوبډله به هڅه وکړي چې په نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه چې له انگلستان سره ده وگټي. انگلستان تر دې دمخه پر بنگله دیش خپله لوبه بایللېې وه او د افغانستان روزونکی وایي چې په دې لوبه کې بله ستراتیژي ولري

https://p.dw.com/p/1Ep6o
انځور: Getty Images/ Will Russell

بنلگه دیش د دوشنبې په ورځ له انگلستان څخه د لوبې تر گټلو وروسته، د نړیوال جام بل پړاو ته لار وموندل او انگلستان په همدې پړاو کې له نړیوال جام څخه ووت. افغانستان هم د نړیوال جام بل پړاو ته لار نه ده موندلې خو دغه دواړي لوبډلي د ۲۰۱۵م کال په نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه یو له بل سره وکړي.

افغانستان او انگلستان دواړو په نړیوال جام کې تر اوسه پوري له خپلو څلورو لوبو یوازي یوه لوبه گټلې ده. دواړو هیوادونو یوازي سکاتلند ته ماته ورکړې ده او پر نورو ټولو لوبډلو یې خپلې لوبې بایللې دي. اوس نو هم افغانستان او انگلستان غواړي چې په نړیوال جام کې خپل سفر له یوې بریا سره پای ته ورسوي.

د افغان لوبډلي روزونکی اندي مولیز، ویلي دي چې د بنگله دیش له خوا انگلستان ته ماته ورکول، افغانستان ته هغه لاري ښوولي وې چې لوبه وگټي. ولیز ویلي دي: «موږ د لوبې کسټونه لرو. موږ پوهیږو چې د میدان په کومو برخو کې توپونه ووهو. بنگله دیشیان د انگلستان پر وړاندي لوبه کې ټول هغه کارونه وکړل چې موږ یې د کولو هڅه کړې ده. هغوی سم توپونه واچول، ښه فیلدینگ یې وکړ او په توپوهنه کې یې هم احتیاط وکړ.»

افغانستان پر کوربه هیوادونو استرالیا او نیو زیلاند باندي په لویو توپیرونو لوبې و بایللې، خو انگلستان هم پر دغو هیوادونو باندي لوبي بايلولې. مولیز ویلي دي: «موږ له نړیوال جام څخه ډیر خوند اخیستی دی او ډیر څه مو زده کړي دي.»

د افغان لوبډلي روزونکي ویلي دي چې له استرالیا سره د افغانستان په لوبه کې، ډیر څه معلوم شول ځکه چې افغانان هیڅکله هم د دومره تیز توپ اچوونکو پر وړاندي لوبه نه وه کړې: «میتچال ستارک، په یوه ساعت کې ۱۵۰ کیلومتره په سرعت توپونه اچول. نور توپ اچوونکي هم ډیر تیز ول.»

هغه زیاته کړې ده: «زموږ هلکانو دغه شان تیز توپونه نه دي اچولي. د هغوی څخه یو یا دوو یې اعتراف وکړ چې یو څه ویریدلي هم ول.» د مولیز په خبره لوبغاړي یوازې هغه وخت دغه شان لوبو ته چمتو کیدای شي چې له پیاوړو لوبډلو سره لوبي وکړي: «موږ باید لا ډیر کرکیټ وکړ. زه پوهیږي چې دا د بشپړ غړیتوب لروونکو هیوادونو له پاره سخته خبره ده خو لوبغاړي یوازې هغه وخت ښه لوبیدای شي چې ډیر کرکیټ وکړي.»

له بلې خوا افغان تیز توپ اچوونکی حمید حسن، بیا وایي چې افغانستان د انگلستان پر وړاندي په خپله لومړی یوه ورځینی لوبه کې ډار نه لري. هغه ویلي دي: «ډار؟ افغانان هیڅکله هم نه ډایریږي.» حسن هم دا خبره منلې ده چې افغانان په نړیوال ډگر کې د کرکیټ د لوبو کمه تجربه لري او باید ورته په راتلونکې کې د نړیوالو لوبو ډیر چانسونه ورکړل شي.