1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او امریکا پر ستراتیژیک تړون خبري کوي

۱۳۹۰ شهریور ۱۷, پنجشنبه

افغان او امریکایې لوړپوړي چارواکو دوې ورځینۍ خبري اتري پيل کړي، ترڅو د دواړو هیوادونو تر منځ پر یو ستراتیژیک تړن سره سلا سي. د دغه تړون له مخي به د دواړو هیوادو تر منځ د 2014 کال وروسته اړیکي تنظیم سي.

https://p.dw.com/p/12VfR
آرشبیف انځور
آرشبیف انځورانځور: AP

د پلان له مخي به په 2014 کال کې امریکایې او د نورو هیوادونو پوځیان له افغانستان څخه ووزي او په دغه هیواد کې به د ناټو پوځي عملیات پای ته ورسیږي.

اوس افغانستان او امریکا پر یوه داسې تړون کار کوي، چې له مخې به یې له 2014 کاله وروسته امریکا په افغانستان کې پوځي اډي ولري او د افغانستان سره به خپلي ستراتیژیکې همکارۍ ته دوام ورکړي.

که څه هم امریکایې او افغان چارواکي د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون پر سر خبري اتري کوي، خو دوې لا تر اوسه هم ددې موضوع په اړه د نظر اختلاف سره لري.

دواړه اړخه لا تر اوسه، پر دې مسلې موافقې ته نه دې رسیدلې چې امریکا به په افغانستان کې د خپلو پوځي اډو څخه څنګه کار اخلي.

د یاد سوي تړون پر سر د خبرو اترو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې، هیلري کلينتن، او د افغانستان د ملی امنیت مشاور د پنج شنبې په ورځ سره لیدلي دي. د دواړو هیوادونو نور ټیټ پوړي چارواکي په سپينه ماڼۍ او د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې پر دغه تړون د کار په حال کې دي.

د دواړو هیوادونو تر منځ د خبرو اترو اصلی هدف دا دی چې داسې یو تړون جوړ کړي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ اوږد مهاله اړیکي پکښي تعریف سوي وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایې چې دغه ستراتیژیک تړون به د افغانستان او امریکا ګډ ارزښتونه تعریف کړي او د یو با ثباته او آزاد افغانستان په وړاندي به د امریکا اوږد مهاله تعهد وښیې.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي زیاتوي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اوږد مهاله ستراتيژیک تړون په ترڅ کې به دا خبره هم واضیح سي، چې افغانستان یو وار بیا د ترورستانو او یاغیانو لپاره په یوه با امنه سیمه بدل نه سي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل