1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او امريکا يو مهم اقتصادي تړون لاسليک کړ

۱۳۹۰ شهریور ۳, پنجشنبه

دغه سند چي د ماليې وزارت او په کابل کي د امريکا د سفير راين کروکر ترمنځ لاسليک سو موخه يي، د بريښنا د توليدي بنسټونو جوړول او ټول ملک ته د بريښنا ويش ښودل سوی دی.

https://p.dw.com/p/12NXi
د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخيلوال
د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخيلوالانځور: AP

د ماليي وزير عمر زاخيلوال وايي چي د يو مليارد او درې سوه مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت دغه څلور کلنۍ بودجه د بريښنا د توليدي کچي د لوړولو او په دغه برخه کي د يو شمير بندونو او بريښنايي شبکو په ترميم او بيا رغاونه ولګول سي.

زاخيلوال د امريکا له دولت څخه مننه وکړه چي په وينا يي د افغانستان د بريښنا له سکتور سره يي بي ساري مرسته کړې ده.

افغانستان چي ډيره برخه يي بريښا ته لاس رسي نه لري، پلازمېنه يي د نړۍ په کچه د تپي تياري پلازمېني په نامه پيژندل کيږي.

نا امني، د حکومت تش لاس او د فني کادرونو نه شتون هغه ستونزي شميرل کيږي چي په تيرو لسو کلونو کي د بريښنا د ګڼ شمير پروژو د پلي کيدو مخ ته ډب دي.

د ماليي وزير خوښي وښوده چي دا ځل به د امريکا هيواد د دغي مرستي ډيري برخه د افغانستان د پراختيايي بودجي له لاري د افغانانو له لوري په مصرف ورسيږي.

« په دې کي۹۸۰ مليونه ډالره به د ملي بودجي له لاري او متباقي شاوخوا دري سوه مليونه ډالره به د مرستندوی هيواد له لوري لګول کيږي».

همدا راز د اوبو او بريښنا وزارت په کابل او يو شمير ختيځو ولايتونو کي د بريښنا د ۲۵سب ستيشنونود جوړولو خبرهم ورکړ.

د دغه وزارت مشر محمد اسماعيل وويل چي د دغو ستيشنونو په جوړلو سره به د سلګونوزرو هغو افغانانو د بريښنا ستونزي هواري، چي اوس ور سره لاس او ګريوان دي.

دمګړۍ افغانستان تر ډيره بريده پر وارداتي بريښنا تکيه کوي. په تيرو لسو کلونو کي لا هم ګاونډيو ملکونو ايران او پاکستان ته د هغو بهيدونکو اوبو مخه نده نيول سوې چي د افغانستان له  خاوري تيريږي.

افغان دولت تير کال له تاجکستان هيواد سره د يوه تړون له مخي پر دي هوکړه وکړه چي دغه ملک به هر کال په سلګونو زره ميګاوټه بريښنا افغانستان ته ليږدوي او په بدل کي به يې افغان دولت ورته د ورځي په نرخ پيسي ورکوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل