1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: اوه بهرني او پنځه افغانان په چاودونو کې وژل شوي دي

۱۳۹۱ تیر ۱۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15TvD

په افغانستان کې ائتلافي ځواکونو خبر ورکړی دئ چې تیره ورځ د سړک د غاړې د ماین په یوه چاودنه کې د ناټو ځواکونو شپږ تنه سرتیري وژل شوي دي. د آیساف له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان په ختیځ کې د سړک د غاړې د ماین په یوه چاودنه کې د دوی شپږ تنه سرتیري وژل شوي دي. خو ناټو د وژل شوو کسانو هویت نه دئ په ډاگه کړې. خو د فرانسې خبري آژانس په واشنگټن کې د امریکایي چارواکو له خولې خبر ورکړی دئ چې وژل شوي سرتیري امریکایان دي. تیره ورځ په ورته یوه برید کې د ناټو یو بل سرتیر هم وژل شوی دئ. د فرانسې د خبري آژانس په حواله په روان کال کې د ناټو د وژل شوو بهرنیو سرتیرو شمیر ۲۳۴ تنو ته لوړ شوی دئ.

د افغانستان د امنیتي چارواکو په حواله په یوه بله پیښه کې تیره ورځ د افغانستان په سویل کې د یوې بمي چاودنې له امله د دوو پولیسو افسرانو په شمول ۵ تنه وژل شوي او نور ۱۵ تنه ملکي وگړي ټپیان شوي دي. د هلمند ولایت د والي ویاند دواد احمدي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه چاودنه تیره شپه ناوخته په گریشک ولسوالۍ کې د تالاشې یوې پوستې ته څیرمه رامنځ ته شوې ده. طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستي ده. خو طالبان بیا په دغه برید کې د ډیر شمیر کسانو د مرگ ژوبلې ادعا کوي.