افغانستان اوس هم په فساد کي لومړی ځای لري
۱۳۹۱ آذر ۱۵, چهارشنبهد شفافيت نړيوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۲کال د نوامبر ۵) په ۲۰۱۲ کال کي د اختلاس او فساد شاخص په اړه راپور کي کاږي چي افغانستان، سوماليا او شمالي کوريا تر ټولو نورو هيوادونو په فساد کي فرق دي.
د دغه راپور له مخي په اروپا کي تر ټولو ډير په فساد کي غرق د يونان هيواد ښوول سوی دئ. د شفافيت نړیوال سازمان هغه هيوادونو ته چي فساد او اختلاس پکښې دی د نمرو ورکولو له مخي ټاکلي دي.
د نمرو له مخي په اروپا کي يونان له سلو څخه د ۳۶ نمرو په لرلو سره په اروپا کي د فساد په برخه کي لومړی ځای لري. په دغه ليست کي آلمان د ۷۹ نمرو په لرلو سره ۹ مقام لري، چي دا بيا په ټوله اروپا او نړۍ کي ۱۳ ځای دی. په دې سره آلمان تر متحده ايالاتو چي ۷۳ نمرې لري او فرانسه چي ۷۱ نمرې لري مخکي دی.
د راپور له مخي د نړۍ په دوهم اقتصادي قدرت چين کي هم له فساد سره په مبارزه کي بدلون نه دی راغلی دغه هیواد د ۱۷۶ هيوادونو په منځ کي د ۳۹ نمرو په لرلو سره ۸۰ ځای لري.
ويل کيږي، چي روسيې هم له اداري فساد سره په مبارزه کي پرمختگ نه دی کړی او دغه هيواد د هغو هيوادونو په ليست کي چي فساد پکښې دی ۱۳۳ ځای لري.
د شفافيت نړيوال سازمان د راپور له مخي په هغو هيوادونو کي چي دولتي مامورين ئې له اختلاسه خلاص دي، ډينمارک، فينلند او نويزيلند ياد سوي دي. د فساد شاخص په ليست کي د دغو هيوادونو هر يوه ته ۹۰ نمرې ورکړل سوي دي.
دغه سازمان له اروپايي هيوادونو څخه غوښتي دي، چي په دولتي چاروکي فساد ته خاتمه ورکړي او د نړۍ له اقتصادی بحران سره مبارزه وکړي. د دغه سازمان د راپور له مخي ايټاليا په اروپا کي د فساد په برخه کي د ۴۲ نمرو په لرلو سره د پای له خوا دريم ځای لري.
د شفافيت نړيوال سازمان له خوا وړاندي سوی د اختلاس شاخص د هغو ارقامو او اعدادو، ارزونو او څېړنو پر بنسټ جوړ سوی دئ، چي د خپلواکو موسسو له خوا تر سره سوي دي.
رويترز/ دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم