1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: امنیتي پېښو اووه کسان ووژل

۱۳۹۱ مرداد ۱۱, چهارشنبه

چارواکو د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې په افغانستان کې په دوو جلا پېښو کې یو تن د پولیسو سیمه ییز قوماندان، د هغه دوه تنه ساتونکي او څلور تنه ملکي وگړي وژل شوي دي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/15heN
انځور: dapd

د اروزگان د شمالزي ولسوالۍ د پولیسو قوماندان شاخان، او د هغه دوه تنه ساتونکي هغه وخت ووژل شول چې موټر ئې د سړک د غاړې پر یوه ماین باندې برابر شو. دا خبر د اروزگان ولایت ویاند هم منلی دئ.

د ارزگان ولایت ویاند شریف الله ناصري، ویلي دي چې پېښه د شمالزي په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د هغه په خبره د وژل شوي چارواکي موټر هغه وخت د سړک د غاړې پر ماین برابر شو چې د اروزگان ولایت مرکز ته د یوه رسمي کار د ترسره کولو په موخه روان وو. ناصري د پېښې پړه پر طالبانو باندې اچولې ده.

په همدې حال کې د وردکو د ولایت ویاند شاهدالله شاهد، ویلي دي چې طالبانو په دې ولایت کې څلور ملکي وگړي برمته کړي دي: «دغو کسانو له کابل څخه د وردکو د ولایت یوې لیرې پرتې سیمې ته چې جالریز نومیږي سفر کاوه. هغوی د یاغیانو له خوا د سه شبنې په ورځ ناوخته برمته شوې ول.»

د وردکو ولایت سیمه ییزو چارواکو د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دغو کسانو مړي ئې موندلي دي. دغو چارواکو زیاته کړه چې دا وگړي څو وارې په مرمیو ویشتل شوی ول.

د افغانستان د پوځ جنرال عبدالرزاق صافي، ویلي دي: «د دغو کسانو لاسونه تړل شوي ول او سینې ئې په مرمیو سورۍ سورۍ شوي وي. دغه کسان د طالبانو له خوا وژل شوي دي ځکه چې هغوی له یوې بهرنۍ کمپنې سره کار کاوه.»

د طالبانو یوه ویاند د دې پېښې په اړه بې خبري ښودلې ده او ویلي ئې دي چې طالبان یوازې په هغه صورت کې وگړي وژني چې هغوی له دولت او یا هم له بهرنیو سره کار وکړي.

تر دې شاوخوا دوې اونۍ مخکې طالبانو د وردکو په ولایت کې پنځه کسان له دولت سره د همکاري په تور وژلي ول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم