افغانستان امريکا ته نوی سفير و ټاکی
۱۳۸۹ اسفند ۵, پنجشنبهحکيمي چي، يو سابقه لرونکي مجرب ديپلومات دي په سپينه ماڼۍ کي ولسمشر اوباما ته د خپل اعتبار ليک د وړاندي کولو په مراسمو کي وويل چي، هغه وړانديز کړي چي، د کرزي او اوباما ترمنځ دي وخت په وخت ويدويي تليفوني تماسونه صورت ومومي او د خپلو دواړو هيوادونو پر اړيکو باندي خبري وکړي.
د حکيمي دغه خبري په هغي وينا پاڼه کي راغلي دي چي، په واشنګټن کي د افغاسنتان د سفارت له خوا خپره سوي ده. په هغي کي د نوي سفير له خولې ويل سوي دي: « څومره چي تيلفوني يا ويدوي تيلفوني تماسونه زيات وي، هومره په واشنګتن کي زموږ ديپلوماتان کولای سي چي د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکي په ټينګولو او پراخولو کي خپلي دندي په ښه توګه سرته ورسوي.»
کرزي چي په 2001 کي د طالبانو د رژيم له نسکوريدو وروسته د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل سو د جارج دبيلو بوش د رياست په دوره کي له واشنګتن سره ډيري تودې اړيکي درلودلي. په هغه وخت کي دغو دواړو مشرانو له يوبل سره تيلفونو تماسونه نيول او د يو بل احوال يي اخيست. دغه ډول تيلفوني تماسونو د افغانستان او متحده ايالاتو تر منځ اړيکي سره نژدي کړي وي.
خو د ولسمشر بارک اوباما له اداري سره په دغو اړيکو باندي آن له له لومړي سره خړه وريځ خوره سوې ده. د اوباما تر مشري لاندي د متحده ايالاتو حکومت د کرزي اداره فاسده او په اختلاس لړلې بولي. سر بيره پر دې د ولسمشري په وروستيو ټاکنو کي واشنګتن پر کرزي باندي د درغليو تورونه عنوان کړل.
دغه راز په افغانستان د ملکي وګړو مرګ ژوبلو او د افغان حکومت له خبرتيا پرته د متحده ايالاتو تر مشري لاندي د نړيوالو ځواکونو پوځي عمليات او د شپي له خوا په کليو او بانډو کي خپل سري پلټني هم د کابل او واشنګتن اړيکي وخت په وخت ستونزمني کړي دي.
کرزي د يکشنبي په ورځ د هغو خبرونو په هکله انديښني څرګندي کړي چي وايي د ناتو په وروستيو عملياتو کي څه د پاسه 50 ملکي وکړي وژل شوي دي.
ناتو وويل چي د دغي پيښي پلټنه يي پيل کړي ده.
واشنګتن ته د افغاسنتان نوي سفير اکليل حکيمي په داسي وخت کي خپل ماموريت کوي چي د بارک اوباما اداري تصميم نيولي چي د روان ميلادي کال د جولای په مياشت کي د خپلو سرتيرو په وتلو پيل وکړي.
واشنګتن ته افغانستان نوي سفير حکيمي مخکي له دي د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت يو معين ؤ او د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنح د ګازو د نل ليک د غزو په پلان شوي پروژه کي مخکښ نقش لري.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل