«افغانان کومو ۲۳ هيوادونو ته بې مخکنۍ ويزې سفر کولای سي؟»
د «پاسپورټ اينډکس» وېبپاڼي د ليسټ له مخي د افغانستان پاسپورټ له ۹۴ هيوادونو په پاسپورټونو کي تر ټولو آخري مقام لري. افغانان و ۲۳ هيوادونو ته بې مخکنۍ ويزې سفر کولای سي. دغه هيوادونه په دغه انځوريز راپور کي وپېژنئ:
۲۳ هيوادونو ته بېله مخکنۍ ويزې د سفر امکان
په دغه انځوريز راپور کي ښودل سوي معلومات له «پاسپورت اينډکس ټکی آرګ» څخه د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۱۴مه اخيستل سوي. ياده منبع ۲۳ هيوادونه يادوي چې افغانان ورته مخکنۍ ويزې ته اړتيا نه لري. خو د ۲۰۱۶ کال د نوامبر په ۳۰مه نېټه د «تليګراف» بريتانوۍ آنلاين رسنۍ او د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۱۱مه د «زيوډ ډويچه» آنلاين پاڼي ۲۵ هيوادونه ياد کړي ول چي پر افغان پاسپورټ ورته بېله مخکنۍ ويزې سفر کېدلای سي.
بنګله دېش ـ آسيا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
کمپوديا ـ آسيا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
کاپ ورد ټاپو ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
کومور ټاپو ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
جيبوتي ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
دومينيکا ټاپو ـ کاريبي سمندر ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
ګينيا بيساو - افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
مراکش ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
مدګسکار ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
مالديپ ـ هندی سمندر ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
موريتانيا ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
نیکاراگوا ـ منځنۍ امريکا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
د ساموا آزاد دولت ـ آرام سمندر ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
سیشل ـ هندی سمندر ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
ختيځ تيمور ـ آسيا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
تووالو ټاپوګان ـ آرام سمندر ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
یوگانډا ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
سینټ وینسینټ و گریناډائنز ـ کاريبي سمندر ـ ويزه نه غواړي
هايتي ـ کاريبي سمندر ـ ويزه نه غواړي
د ميکرونيسيا متحده ايالات ـ آرام سمندر ـ ويزه نه غواړي
موزمبيق ـ افريقا ـ ويزه نه غواړي
د پالاؤ جمهوريت ـ آرام سمندر ـ ويزه نه غواړي
انځورونه
1 | 23انځورونه
https://p.dw.com/p/2Vnir
اعلان
د معلوماتو منبع: د «پاسپورت اينډکس ټکی آرګ» وېبپاڼه، د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۱۴مه نېټه
د انځورونو انتخاب: احمدولي اڅکزی، د آلمان ږغ، دويچه وېله