افغانان په راروانو ټاکنو کې له گډون سره لیواله دي
که څه هم یاغیانو گواښ کړی دی چې د ټاکنو پر وړاندې به ستونزي جوړي کړي، خو بیا هم د ټاکنو د کارتونو د مرکزونو پر وړاندي د خلکو اوږده قطارونه موجود دي.
دغه ښځې له کومې موسسې څخه د مرستو د ترلاسه کولو له پاره دې ځای ته نه دي راغلي، بلکې هغوی غواړي چې د خپل راتلونکې ولسمشر په ټاکلو کې ونډه واخلي. هغوی وایي چې د اتو تنو کانديدانو له ډلې څخه تر ټولو ښه ته به یې خپله رایه ورکړو.
په دې انځور کې په کابل کې د یوه ټاکنیز مرکز پر وړاندي د خلکو اوږد قطار تر سترگو کیږي. د طالبانو پر گواښونو سربیره دې ځای ته د خلکو راتلل له ټاکنو سره د افغانانو لیوالتیا ښيي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د شمیرو له مخې د ۲۰۱۴ کال د اپریل میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې ۳۸۰۱۰۸۴ کسانو د اپریل میاشتې پر پنځمې نیټې په ټاکنو کې د گډون له پاره خپل نومونه لیکلي دي. هغه کسان چې د تیرو ټاکنو کارتونه لري هم کولای شي چې خپلې رایې وکاروي.
د ټاکنو د کمیسیون شمیرې ښيي چې ۲۴۶۲۶۵۳ تنه کسان چې کارتونه یې ترلاسه کړي دي نارینه دي. په افغانستان کې د نارینه د ښځو په پرتله ډیرې رایې ورکوي.
په وروستیو وختونو کې ښځې هم په ټاکنو کې له گډون سره ډیرې لیوالې شوې دي. په ټاکنو کې د ښځو د گډون د زیاتیدو له پاره ډیرې برنامې هم په لاره اچولې شوې دي. افغان میرمنې په دې باور دي چې په ټاکنو کې د گډون له لارې کولای شي په تیرو ۱۳ کلونو کې له خپلو لاس ته راوړنو څخه ساتنه وکړي. د ټاکنو کمیسیون ویلي دي چې د اپریل میاشتې تر لومړی نیټې پورې ۱۳۰۹۰۰۰ ښځو په ټاکنو کې د گډون له پاره نوم لیکنه کړې ده.
طالبانو ویلي دي چې پر ټاکنو باندې به بریدونه وکړي او په وروستیو وختونو کې یې خپل بریدونه پر کابل باندې متمرکز کړي دي. د طالبانو وروستی برید د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر مرکزي دفتر باندې وو.
که څه هم د طالبانو وروستیو بریدونو ډیر تلفات لرل، خو بیا هم په ټاکنو کې له گډون سره د خلکو لیوالتیا ښيي چې پر دیموکراسي باندې د افغانانو اعتماد مخ پر ډیریدو دی او غواړي چې له سوله ییزې لارې د خپل هیواد واک له اوسني ولسمشر څخه بل ته ولیږدوي.
په عین حال کې افغان امنیتي ځواکونو ویلي دي چې د ټاکنو له پاره یې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت وایي چې په ټول افغانستان کې افغان ځانگړي ځواکونه د یاغیانو د بریدونو د ځوابولو له پاره چمتو دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټول افغانستان کې د رای اچونې ۲۰۷۵۲ مرکزونه تعین کړي دي. د افغان امنيتي ځواکونو په حواله د امنیتي دلایلو له کبله به ۷۴۸ مرکزونه د ټاکنو پر ورځ تړلي وي.
د طالبانو په وروستیو بریدونو کې د ټاکنو د یوه بهرني څارونکي وژل کیدل د دې لامل شو چې ډیر شمیر بهرني څارونکي له افغانستان څخه ووځي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ۱۲۹۶۱۴ تنو څارونکو ته کارتونه ورکړي دي. په دغو کسانو کې ۲۰۳ تنه بهرنیان هم شامل دي.
اوس د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته د ټاکنیزو توکو د لیږدولو بهیر پیل شوی دی. افغان امنیتي ځواکونه د دغو توکو د لیږدولو دنده پر غاړه لري. تر ټاکنو وروسته د رایو صندوقونه د امنیتي ځواکونو په مرسته بیرته کابل ته لیږدول کیږي.
د افغانستان د راروانو ټاکنو له پاره ډیر شمیر افغانان په ټولنیزو شبکو کې هم کمپاینونو کوي. په وروستیو وختونو کې یو شمیر مدني سازمانونو او انفرادي وگړو په ټاکنو کې د خلکو د لا ډیر گډون له پاره په ټولنیزو شبکو کې کمپاینونه پیل کړي دي. په دې انځوریز رپوټ کې د همدغه کمپاین ځینې نمونمې ایښودل شوي دي.
دغه طرحه په ټولنیزو شبکو کې د نوماندانو له انځورونو سره هم راغلې ده.
بیلا بیلو ډیزاینرانو په ټاکنو کې د خلکو د لا ډیر گډون له پاره خپل کارونه په انترنتي شبکو کې شریک کړي دي.
په ټولنیزو شبکو کې دغه کمپاینونه ډیر وخت د افغان ځوانانو له خوا پر مخ وړل کیږي.
افغان میرمنو هم په ټولنیزو شبکو کې په ټاکنو کې د گډون له پاره کمپاینونه په لاره اچولي دي.
په ټولنیزو شبکو کې له خلکو څخه غوښتل شوي دي چې یاغیانو ته د سخت ځواب ورکولو له پاره باید رایې ورکړي.