1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان شک لريو چې دې کې شک لري، چې ټاکنې به آزادې، بې عيبه او صافې وي

۱۳۸۸ تیر ۱۰, چهارشنبه

د دويچې ويلې کارمنده مېرمن زبينه متی په دې اند ده، چې عزيزاله لودين راضي ښکاري او وړاندې ليکي، د افغانستان د ټاکنو د آزاد کمسيون مشر، د آگست د مياشتې شلمې نېټې ته د ټاکنو سر ته رسولو مسئول دئ.

https://p.dw.com/p/IexE
انځور: AP

(لودين وايي: موږ به خپل ټول کوشش کوو، چې په راتلونکې کې آزاد، بې عيبه او صافې ټاکنې ولرو.)

خو زياتره افغانان په دې فکر نه دي. د آلماني ټولني Konrad-Adenauer-Stiftung په غوښتنه سره د يوې ټولپوښتنې په نتيجه کې ښکاره شوې، چې په سلو کې ٦٠ برخې پوښتېدل شوي په دې کې شک لري، چې ټاکنې به آزادې، بې عيبه او صافې وي.

اشرف غني، د حامد کرزي مخالف کانديد، په ټاکنو کې د گډوډۍ اټکل کوي. د غنې له قوله:

(فاسد حکومتونه بې عيبه ټاکنې نه شي سر ته رسولی. دوی کوشش کوي چې غلا يې کړي.)

غني په ډاگه کوي، اولسمشر کرزی په ټاکنيزه سياليو کې له خپلې څوکۍ څخه ناوړه گټه اوچتوي.

د آزاده او سمو ټاکنو د پاره افغاني خپلواکه ټولنه FEFA دا ډول نيوکې نه کوي، مگر هم هغه د ټاکنو د راجستر کونې په موقع يې يو لړ سختې بې قانونې ليدلې دي.

مثلاً د خپلواکه کمسيون کارمندانو وړو کسانو ته د رايو اجازه ليکونه ورکړي او يا يې يوه تن ته څو څو دانې ورکړيدي.

(د ټولنې مشر سپين غر څرگندوي، په ډېرو سيمو، په تېره بيا په جنوبي کليوالو سيمو، په جنوب ختيز کې، نرانو، د کور د مشرانو، د قوم مشرانو، د ښځو پر ځای ځانته د ووټونو کارتونه اخيستي دي. نو دې کې دا چانس شته، چې نران د ښځو کارتونه د خپلې خوښې د کانديد د پاره استعمال کړي.)

په ځينو ځايونو کې نرانو د يو شمېر ښځينه نومونو لستونه راوړل او د هغوی د پاره يې د خپلې گوتې په نښه سره اجازه ليکونه اخيستل. خو د افغانستان انتخاباتي قانون د دې برعکس حکم کوي، چې نرينه او ښځينه ټاکونکي بايد پخپله راجسترکونې ته ورشي.

د ټاکنوڅارونکې آزادې ټولنې خپل شکايتونه د ټاکنو کمسيون ته وړاندې کړي، خو د دوی له قوله، کومه پاملرنه نه ده ورته شوې. همدا شان د ووټونو د سوداگرۍ خبرې شوې، يوه رايه له ٥٠ سنتو څخه نيولې تر ٥ ډالرو پورې. البته د دې خبرې د پاره ثبوت نه شته.

د آگست د ٢٠ ورځې پر ټاکنو باندې به څرگنده اغېزه د افغانستان څپڅپانده امنيتي حالت ولري. د افغانستان د ټاکنو له ٤٠٠ خوزو نه ١١ د ياغيانو په لاس کې دي، د کورنيو چارو د وزارت د څرگندونو له مخې، له ١٠٠ څخه زياتو ته د حکومت پوره لاس نه رسيږي. هلته کانديدان ټاکنيزه سيالۍ په لارو نه شي اچولی. هلته د ټاکنو د څارونکو گمارنه هم له امکان څخه ليرې ده.

نو په دې سيمو کې طالبان او سيمه ايز واکمنان کولی شي، ټاکنو کې ستونځې رامنځ ته کړي او يا لاسونه پکې ووهي.

عارف وردک
کتونکی: يحيی وردک