افغانان، د پخوانیو سندرغاړو د تشې احساس کوي
۱۳۹۲ اسفند ۱, پنجشنبه«یا مولا دلم تنگ است» په شان د خوږې سندرې غږ چې ساربان زمزمه کړې ده، د کابل په یوه څنډه کې له یوه رستوران څخه تر غوږو کیږي. په دغه رستوران کې ډیره گڼه او گوڼه وي او ډیری مشتریان د غرمۍ ډوډۍ له پاره دغه رستوران ته ورځي.
د دغه رستوران مشتریان نه یوازې د خوندورۍ ډوډۍ له پاره، بلکې د افغان اماتورانو د ښې او زړه راکښوونکي موسیقۍ له کبله دغه ځای ته ورځي.
۵۲ کلن امیر محمد چې دغه رستوران ته ورغلی دی وايي، افغانستان چې پخوا کوم هنرمندان درلودل اوس یې نه لري: «اوس سندرې تجارتي دي. خو هغوی [اماتور سندرغاړي] حقیقي سندرغاړي ول، هغوی استادان ول، هغوی منظم سندرغاړي ول. اوس چې هر څوک له کوڅې رابرابر شي، ځي سندرې وایي.»
استاد سر آهنگ، استاد هماهنگ، استاد اولمیر، ظاهر هویدا، احمد ظاهر، ناشناس او رحیم غمزده او دې ورته نور پخواني هنرمندان داسې سندرغاړي ول چې افغانان د هغوی د زړه راکښوونکي غږونو په اړه کیسې کوي. ډیری افغانان په دې آند دي چې دغه سندرغاړي جوړه نه لري او د ننۍ موسیقۍ په ډگر کې د هغوی ځای خالي دی.
د امیر محمد په وینا د دریو یا څلورو لسیزو پخوانیو هنرمندانو په سندرو کې چې کومه مینه او احساس رانغښتې وو، بې سارې دی خو نوې سندرې زړه ته لاره نه مومي: «موږ د اوسنۍ دورې له سندرو سره لیوالتیا نه لرو. دوی له یو بل څخه کاپي کوي، په داسې حال کې چې زموږ په دوران کې به سندرغاړو د حافظ، بیدل او د نورو شاعرانو شعرونه ویل.»
موسیقۍ ته کمه پاملرنه
په اوسني وخت کې د افغانستان د راډیو تلویزون د موسیقۍ ریاست یوازینی مرکز دی چې یو شمیر هنرمندان پکښې خپلې سندرې ثبتوي. د دغه ریاست ودانۍ په نیمه خراب حالت کې ده او کومه پاملرنه ورته نه ده شوې.
د افغانستان د راډیو تلویزون د موسیقۍ د تولید ریئس رفیق خشنود، وایي چې د جگړو په کلونو کې هنر زیاته صدمه لیدلې ده: «زموږ افغاني موسیقۍ واقعا ټینگه ضربه وخوړه. زموږ هنرمندان کډوال شول او د هغوی ډیری بیرته افغانستان ته را ونه گرځیدل.»
ښاغلی خوشنودي وایي په اوسني وخت کې په افغانستان کې د موسیقۍ د ښه والې له پاره هڅې پیل شوي دي، خو په وینا یې دغه هڅې کافي نه دي. د هغه په وینا په پام کې ده چې د افغانستان راډیو تلویزون آرشیف کمپیوتري شي او د افغان هنرمندانو سندرې د انټرنټ له لارې د خلکو په اختیار کې ورکړل شي.
په کابل کې د مجاهدینو له تسلط سره سم د سندرو ځای د ټوپک او توغندیو غږونو ونیو او د دغه ښار هره کوڅه د جگړې په سنگر واوښته. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د موسیقۍ اوریدل یو جرم گڼل کیده او د امر باالمعروف او نهې عن المنکر، سرتیرو به هغو کسانو ته سخته جزا ورکوله چې د موسیقۍ کاروبار یې درلود.
خو په وروستیو لسو کلونو کې د تکنالوژۍ د چټکې ودې او د سلگونو رسنیو په فعالیت سره، افغاني موسیقي هم وده وکړه او نوو سندرغاړو د موسیقۍ ډگر راووتل.
په کابل کې د امید په نوم یو تن سي ډي پلورونکی وایي چې موسیقۍ ته لاس رسی اوس ډیر آسانه شوی دی: «اوس ډیر سهولت رامنځ ته شوی دی او هر څوک کولای شي په خپل تلیفون کې موسیقي ثبت کړي او کولای شي هر رنگه سندرې واوري.»
د موسیقۍ ملي انستیتوت، د افغانستان راډیو تلویزون د موسیقۍ د ثبت ریاست او د خرابات کوڅه هغه مرکزونه دي، چې هنرمندان پکښې فعالیتونه کوي خو د موسیقۍ په لسگونو آزاد دفترونه د کابل په ښار کې د آماتورو هنرمندانو په واسطه فعالیت کوي.