1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان د واټونو په ساتني کي مرستو ته اړتیا لري

۱۳۹۰ تیر ۲۳, پنجشنبه

افغانستان کي میشت یوه جرمني جنرال ویلي چي افغان حکومت نه شي کولای په ورستیو لسو کلونو کي د جوړ شویو واټونو څخه ساتنه وکړي. هغه زیاته کړي چي افغانستان د واټونو د ساتلو په چارو کي نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

https://p.dw.com/p/11vNY
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: DW

جرمنۍ جنرال، ریچارد روزمنیت، ویلي چي په افغانستان کي د حلقوي واټ د ډمبرولو چاري د بشپړيدو په حال کي دي او د سلګونو نورو واټونو د جوړوني چاري هم رواني دی.

دغه جرمني جنرال زیاته کړي چي افغان حکومت اوس یوازي د دغو واټونو د ساتني لپاره د یوه دولتي ارګان د جوړولو په حال کي ده.

هغه دا هم ویلي چي د واټونو د ساتني لپاره باید په افغانستان کي ضرفیتونه او وړتیاوي رامنځ ته شی.

ریچارد روزمنیت چي د ویدیو کنفرانس له لاري يي په پنتاګون کي د ژورنالیستانو سره خبري کولي وویل چي اوس مهال په افغانستان کي د واټونو او نورو زیربنا ګانو د ساتني لپاره سخت کار روان دي.

د جرمني جنرال په وینا د واټونو او نورو زیربناګانو ساتنه به په افغانستان کي په راتلونکو څو کولونو کی یوه لویه ننګونه وي.

دغه جرمني جنرال وویل چی دي فکر کوي چي په راتلونکو کلونو کي به د افغان حکومت عواید په هغه اندازه نه وي چي له دغو واټونو څخه ساتنه وکړي.

د هغه په وینا د واټونو او نورو زیربناګانو د ساتنی لپاره په افغانستان کی یو اوږد مهال نړیوال تعهد په کار دی.

نړیوالي ټولني افغانستان کي د 4800 کیلومترو واټونو د ډمبرولو ژمنه کړي. د واټونو د جوړولو څخه وروسته، تر ټولو مهم کار د هغوی ساتنه ده.

په 2009 کال کي د یو خپور شوي راپورټ په حواله هغه وخت په افغانستان کي 2700 کیلو متره واټونه ډمبر شوی ول. د دغو واټونو په دمبرولو او یا هم بیا رغوني د 1.7 بیلیونو ډالرو څخه ډیري پیسي لګیدلي وي.

په افغانستان کي د واټونو جوړول د جنجاله خالي موضوع نه ده، ځکه چي ډیر ځلي کله چي لیرو پرتو سیمو ته نوي واټونه غځیږی نو په دغه ترڅ کي د ځینو بزګرانو ځمکي هم تر نقشی لاندي راځي چي دغه موضوع د افغان بزګرانو غوسه راپاروي.

په 2008 کال کي یوه خپور شوي راپورت ویلي وه چي په افغانستان کي د واټونو د ساتني کوم منظم پروګرام په لاره نه دی اچول شوی. دغه راپورت زیاته کړي وه چي د واټونو د ساتني د پروګرام د نه په لاره اچولو اصلی لامل په افغانستان کي د کافي امکاناتو او ښه دولتدارۍ نه شتون دی.

په راپور کي همداراز پر امریکا نیوکي شوي وي چي مخکي له دي چي د واټ د جوړوني چاري بشپړي شي، قراردادیانو ته یي پوره پیسي ورکولي چي له همدي وجي په افغانستان کي ډیری واټونه په ښه کیفیت سره نه دي جوړ شوي.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل