1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان د م.م د تور لیست د لنډیدو په اړه بیلا بیل نظرونه لری

۱۳۹۰ تیر ۲۵, شنبه

د امنیت د شورا له تور نوم لړ څخه د 14 طالبانو د نومونو ایستل د افغانانو له بیلا بیلو غبرګونونو سره مخ سوی. ځيني افغانان وایې چې دغه اقدام به په افغانستان کې سولې سره مرسته وکړي خو یو شمیر نور بیا د دغې نظریې مخالفت کوي

https://p.dw.com/p/11wbP
د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا مشر
د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا مشرانځور: picture-alliance/dpa

افغان حکومت څه باندي دوه میاشتي دمخه د ۳۰ تنو طالبانو یو نوم لړ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارلی وو ترڅو دغه کسان د خپلو بندیزونو له چوکاټ څخه وباسي.

خو تیره شپه د ملګرو ملتونو سازمان اعلام وکړ چې له دغې ډلي یې د ۱۴ تنو نومونه ایستلي دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا یوې سرچینې نن د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط دویچې ویلي ته وویل چې په دغو کسانو کې یو شمیر هغه طالبان هم سته چې دمګړۍ د سولې په عالي شورا کی غړي توب لري.

خو ولسي افغانان بیا د ملګرو ملتونو د دغه اقدام په اړه بیلا بیل نظرونه لري. یو شمیر یې وایې چې دا کار به د سولې له پروسې او د وینې تویدو د مخنیوي په لاره کې مرسته وکړي.

د کابل یو اوسیدونکی، مهاجر خان د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د دغه کار ستانیه کوي او وايي:

«د دې اقدام ستاینه کوو، ځکه ډیر طالبان به دې ته وهڅیږی چې دغې موکې ته په کتو سره له جګړې لاس واخلي او ډير نارضیان د سولې له بهیر سره یو ځای سي.»

له یاغي طالبانو سره د روغې جوړې په موخه د افغان حکومت د سولې شورا د مرستیال مولوي ارسلا رحماني نوم هم په دغو ۱۴ کسانو کې شامل دی.

که له یوه لوري مخالف طالبان دغه ډول اقدامات نمایشي بولي خو یو شمیر ولسي خلک بیا د هغو کسانو د محاکمې غوښتونکي دي کوم چې د خپلي واکمنۍ پر مهال یې د هغوي پر ژبه جنایتونه تر سره کړي دي.

د کابل د ټولنیزو علومو د پوهنځي یوه زدکړیاله چې نه غواړي نوم یې خپور سي وايي:

«د یوه افغان په صفت زه درته ویلای سم، د دغو خلکو د نومونو ایستل له تور لیست څخه یو خام کار دی. دغه کسان چې په قدرت کې وو مونږ ولیدل چې هغوي څه وکړل، او اوس ویلای سو چې آزمویل سوي کسان باید بیا و نه آزمویو او هغوي باید محاکمه سي.»

نوموړې ملک ته د سولې د راتګ یوازنۍ لاره د جنګي جنایت کارانو په محاکمه کې نغښتي بولي.

خو د سیاسي چارو مبصرین هم له طالبانو سره د نړیوالې ټولني په ترخه چلند کې اوسنی خوږ بدلون ښه پیلامه بولي. د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز غړی او سیاسي مبصر، عصمت الله غلجی، هم له همدغو کسانو څخه دی. هغه وايي:

«دا زما په نظر نیک او ښه اقدام دی. دا اولین قدمونه دي چې د سولې لپاره د افغان دولت او نړیوالي ټولني له لوري اخیستل کیږي او دا به په مجموع کې پر افغان دولت او نړیوالي ټولني د نارضیانو باور زیات کړي او هغوي به وهڅوي چې له سولې سره یو ځای سي.»

له تیرو دوو کلونو راهیسې اوس د سولې لپاره په سیاسي ډیالوګ ډير ټینګار کیږي خو په تیرو څو کلونو کې د افغان دولت او نړیوالو متحدینو تکیه یوازي په نظامي لارو چارو وه.

په همدې موخه د برهان الدین رباني په مشرۍ یوه شورا هم رامنځ ته کړای سوي ترڅو سیاسي روغي جوړې ته د زور پالو په را جلبولو کار وکړي.

دغې شورا ویلي چې د سولې د راوستلو لپاره به په مخالفینو پسي هر هغه هیواد ته ورسي چیرته چې دوي مذاکرو ته حاضریدل غواړي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش