افغانان: د تيلو لوړي بيي، ملا راماته کړې
۱۳۹۰ تیر ۲۶, یکشنبهوروسته ترهغه چي په هيواد کي د تيلو په بيه کي په بې ساري توګه لوړ والی راغي د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواکي وايي چي ټاکل سوي وه د وزيرانو شورا دغه مسله په خپله اونيزه غونډه کي تر بحث لاندي راولي خو دا کار د وروستيو امنيتي پيښو تر اغيز لاندي راغی.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي په ملک کي ورستيو نا امنيو د هغه پلان د پلي کيدو مخه ډب کړه، چي په تورو بازارونو کي د تيلو لپاره ثبابته بيه ټاکل کيده.
له تيرو دوو اونيو راهيسي د تيلو بيه د کابل په بازارونو کي مخ پر لوړيدو ده.
همدا نن ورځي د کابل د تيلو په پلورنځيو کي د يو ليتر ډيزلو بيه ۵۸ افغانۍ او د پطرولو ۶۲ افغانيو ته ختلي ده او دا د تيرو دوو اونيو په پرتله په هر ليتر کي پينځه افغانۍ لوړ والی ښيي.
د کابل يو شمير اوسيدونکو له دويچه ويله سره په خبرو کي د تيلو د بيي د لوړيدو په اړه خپل نظرونه داسي څرګند کړ.
« تيل چي پخوانۍ ريټ ته هم ورسيږي موږ ته واره کوي، اوس يې نرخ د يوه ليتر ۶۲ افغانيو ته رسيدلي».
« له دولته غواړو چي د تيلو بيه په جدي توګه را ټيټه کړي ځکه زموږ ملا يي را ماته کړې ده».
خو د سوداګرۍ وزارت بيا وايي، چي دوی يوه طرحه د وزيرانو شورا ته وړاندي کړي وه خو د افغانستان په جنوب کي ورستيو خونړيو پيښو د کابينې وزيران دي ته پرينښودل چي پري بحث وکړي.
د وزارت په خبره، که دغه طرحه د وزيرانو شورا د غونډي لخوا منل سوې وای اوس به د تيلو له پاره په بازارانو کي ثابته بيه ټاکل سوې وای.
د سودګرۍ وزارت وياند وحيدالله وايي:
« دغه نرخونه نهايي سوي، د سوداګرۍ وزير له ولسمشر سره خبري کړي، خو ولسمشر ورته ويلي چي د کابيني منظوري واخلي. دغه منظوري ځکه ځنډيدلي چي په کندهار کي ناوړه پيښي رامنځ ته سوې او هر څه له ځنډ سره مخ سول».
افغانستان چي د تيلو له اړخه يو په بشپړه توګه مصرفي هيواد دي د خپل اړتيا وړ توکي له بهرنيو هيوادونو په خاصه توګه له ايران او منځنۍ اسيا له ملکونو واردوي.
خو کله چي د ګاونډيو ملکونو خوښه نه وي بيا بي دليله افغانستان ته د تيلو د ليږد مخه نيسي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل