افغانان دتيرکال په نسبت وضعي ته په خوشبينۍ سره ګوري
۱۳۸۸ دی ۲۲, سهشنبهدڅه دپاسه 100 موضوعګانو په هکله نظر پوښتنه وشوه .دهغه نتيجه د دوشنبې په ورځ دالمان دکلن په ښارکي خپره شوه چي دهغه له مخي په سلوکي 70 افغانان عقيده لري چي هيواد يې پر سمه لار روان دی ،اودا شمير ديو کال پخوا په مقايسه 30 فيصده ډيردی . په سلوکي 61 کسان عقيده لري چي ددوی داولادونوژوندون به تر دوی ښه وي ، چه دغه تعدادهم دتير کال په پرتله په سلوکي14 زيات دي .
ددې علت دادي چي خلک درياست جمهورۍ دانتخاباتو دتيريدو له امله کراره سا اخيستلاي شي اودورځني ژوندانه په شرايطو کي دښکاره اسانتيا راتلل دخلکو ددې ښه نظر سبب شويدي. پوښتل شوو کسانو په ښکاره ډول دبريښنا رسوني دوضعي ښه کيدل، دکارپه لاسته راوړلو کي داسانتيا، ددوی د اقتصادي وضعي ښه کيدل اودژوندانه دضروري شيانو داسي بيي چي دوی يې ورکولی شي، بللي دي. همدغه ډول له طالبانو سره دلانجې دحل په برخه کي هم له احتياط څخه ډکه خوشبيني ليدل کيږي اوپه سلوکي 40 کسه وايي چي طالبان کمزوري شويدي
په کندز کی بيا د تير ميلادي کال د هوايي ببماريو څخه وروسته د افغانانو په منځ کي د آلمان پوځ محبوبيت ډير زيات کم شوی دی .
آژانسونه/
کتونکی : محمد قاسم نوري