1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان او پاکستانيان د امريکا د راتلونکي مشر په اړه د نظر توپير لري

۱۳۸۷ مهر ۱۴, یکشنبه

د امريکا دمتحده ايالاتو د جمهوري رياست انتخاباتو ته يوازي يوڅو اونۍ پاته دي، خوله جګړه ځپلوافغانانو څخه نيولي د پاکستان تر قبايلي خلګو پوري

https://p.dw.com/p/FUQm
بارک اوباما او جان مکين
بارک اوباما او جان مکينانځور: AP

ډير لږ خلک انتظار لري چي د امريکا راتلونکی جمهور رييس دي وکړای سي هغه ستونزي حل کړي چي د«ترويزم ضد جګړې» تر نامه لاندي سيمه ورسره لاس او ګریوان ده.

په قبايلي سيموکي د امريکايي پوځي مداخلې او په افغانستان کي د طالب او القاعدې پر ضد د جګړې لپاره د امريکايي ځواکونو 7 کلن شته والی، هغه موضوعات دي چي د متحده ايالاتو د راتلونکي مياشتي په انتخاباتوکي هرمرو ستره اغيزه لري.

هماغه ډول چي د ډيموکراټ ګوند کانديد، بارک اوباما او د جمهوريت غوښتونکو کانديد جان ميکن سپيني ماڼۍ ته د رسيدو په سيالۍکي د ستري بهرنۍ پاليسي په موضوع کي سره اختلاف لري د نړۍ په دغه ګوټ کي هم نظريات سره ويشلي دي.

ډير افغانان د بارک اوباما له دې ژمني هرکلی کوي چي د هغه د خپلي وينا له مخه د«د افراطيت جرړي باید په پاکستان کي راویستل سي»، خو د پاکستانيانودا ډول یادوني نه خوښيږي.

په باجوړ کي يو قبالي مشر، ملک حبيب الله خان د فرانس پرس خبري آژانس ته د امريکا د جمهوري انتخاباتوته په اشارې سره وويل: «موږ انتظار نه لرو چي د قبايلود سيموپه وړاندي دي د امريکا په پاليسي کي کوم مثبت بدلون راسي، خو د اوباما خبري غوسه پارونونکي دي»

په وزيرستان کي يو بمباري سوي کورونه
په وزيرستان کي يو بمباري سوي کورونهانځور: dpa

د هغه قبيلې د طالبانو پر ضد د پاکستان د پوځ په پلوي تيره مياشت ټوپک اوږو ته واچاوه، خو هغه قبيلې دا ژمنه هم کړې چي د امريکايانو د هر تيري په وړاندي به هم مقاومت وکړي.ملک حبيب الله خان وويل: «که څه هم زه جان ميکن ښه نه پيژنم، خو ګمان کوم چي تر اوباما به ښه وي.»

د پاکستان لومړي وزير، يوسف رضا ګيلاني،څو ورځي د مخه له واشنګټن سره د اختلافاتو په هکله خپلو هيوادوالو ته ډاډ ورکړی،په خاصه توګه د افغانستان په پوله کي د امريکايي او پاکستاني سرتيرو د يو وروستي اخ اوډب په هکله.

ګيلاني د تيري پنجشنبي په ورځ وويل: «هر څوک چي راشي، ميکن وي يا اوباما، پاکستان ته اړتيا لري، زه له دواړو سره اړيکه لرم. امريکايانو ته پکار ده چي هغوی د پاکستان خپلواکمني او د خاوري بشپړتيا ته درناوی ولري.»

ميکن پر اوباما باندي نيوکه وکړه چي په يوه تلويزوني بحث کي يې تيره مياشت وويل چي هغه په پاکستان کي د امريکايي ځواکونو د عملياتو ملاتړ کوي، که څه هم د ميکن مرستيال کانديدي، سارا پيلن، څو ورځي وروسته په غيرقصدي توګه د اوباما له دريځ څخه ملاتړ وکړ.

خو په پاکستان کي ځینی نور بل نظر لري. تحليلونکي او متقاعد پوځي جنرال، طلعت مسعود د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: «د پاکستان د امنيتي موضوع له يادولو سره اوباما دا هڅونه کوي چي انتخابات وګټي. هرڅوک چي انتخابات وګتي، مهمه دا ده چي هغه پوه شي چي دغه ډول خبري له زورپالني سره په مقابله کي د پاکستان د حکومت هڅي تاواني کوي.»

خو په افغانستان کي د اوباما په پلوي نظريات څرګنديږي. ډيري خلک په دې نظردي چي اوباما رښتيا وايي: «تروريزم باید له ريښي څخه وايستل شي.».د هغوی په نظر دغه ريښي د پاکستان په قبايلي سيموکي اوبه کيږي او هغه هم د پاکستان د استخباراتو آی اس آی له خوا.

د امريکا راتلونکي ولسمشرۍ ته کانديد بارک اوباما
د امريکا راتلونکي ولسمشرۍ ته کانديد بارک اوباماانځور: picture-alliance/ dpa

هارون مير، يوسياسي تحليونکی، چي د افغانستان د څيړنو او پاليسي د مطالعاتو په مرکز کي کار کوي، دغی مسألي ته اشاره وکړه او وايي: « اوباما په خپلو خبروکي ډيرښکاره وغږيدچي د ستونزي سرچينه پاکستان کي ده.

هغه يادونه وکړه:«خو د عراق په پرتله افغانستان د يو دوهمي جبهې په ګټلو سره جان ميکن پاليسي هغه یوه پالیسی څاري چي تراوسه پوري پرته له ناکامۍ بل څه نه دی راوړي.»

په افغانستان کي عام ذهنيت هم دغه ډول نظر لري اوغوره ګني چي د امريکا راتلونکي جمهور رييس اوباما وي . له کابل څخه يو متقاعد ښوونکي، سيد محسن حسيني چي 65 کاله عمر لري وايي: « د امريکا پاليسي ښایي ډير زيات بدلون ونه مومي.خو اوباما د افغانستان په اړه ډير جدي وغږيد.»

د فرانس پرس خبري آژانس د خپل څيړن ايز مضمون په دوام کي يادونه کوي:

خو له بد مرغه د دواړو کانديدانو په وړاندي يو لامل دواړه هيوادونه سره يو موټي کوي او هغه په پاکستان او افغانستان کي د امريکايي ضد احساساتو پراخيدل دي.

د امريکايي او ناټوهوايي ببماريو پرضد چي د هغوله امله يو زيات شمير ولسي خلک ووژل شول په تيرو مياشتو کي ډير افغانان سړکونو ته راووتل او په احتجاجونو يې لاس پوري کړ، هغوی د طالب جنګياليو په ماتولوکي د بهرنيو ځواکونوکمزوتيا او نيمګړتياوو ته ګوته ونيوله.