1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانانو د نوماندانو د توافق هرکلی وکړ

حسین سیرت۱۳۹۳ تیر ۲۲, یکشنبه

کارپوهان وایي چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځگړیتوب د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله تر منځ هوکړې کړکیچ ته د افغانستان د تلو مخه ونیوله.

https://p.dw.com/p/1Cc6y
انځور: Reuters

ولسمشر کرزي د دغو دواړو نوماندانو د موافقې هرکلی کړی دی او له ټاکنیزو کمیسیونونو څخه یې غوښتي دي چې له ملگرو ملتونو سره د رایو په څیړنه کې مرسته وکړي. کرزي ټینگار کړی دی چې د ټاکنو پایلې باید ژر تر ژره معلومې شي.

ډیر شمیر عادي افغانان هم له رامنځ ته شوې موافقې خوښ دي. د کابل اوسیدونکي وایي چې د هغوی له پاره تر هر څه دا خبره مهمه ده چې افغانستان د یوه کړکیچ په لور روان نه شي او په هیواد کې آرامي وي.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه یونس فکور له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «موږ له دې توافق سره د یوې لویې بلا مخه را وګرځوله چې هغه بلا د حالاتو په ټپه دریدل، سیاسي ناورین او د موازي حکومت رامنځته کیدل وو.»

د کابل پوهنتون استاد او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پخوانی کمیشنر احمد ضیا رفعت، وایي چې د یوه ایتلافي حکومت رامنځ ته کیدل په افغانستان کې د دواړو نوماندانو له مخامخیدو د هیواد په گټه دي: «د افغانستان په څیر هیواد کې، کله چې د ټاکنو پایلې جنجالي شي که یو ټول شمول حکومت جوړ شي نو نه دا چې عیب نه دی بلکې یو ښه کار دی.»

د قانون له مخې هر نوماند چې ټاکنې وگټي نو د افغانستان د ولسمشر په توگه به وټاکل شي. د شنبې په شپه د شویو توافقونو له مخې بیا گټونکی نوماند «د ملي یووالي حکومت» جوړوي.

په قانون کې د ملي یووالي حکومت نه دی تعریف شوی او یو شمیر کسان په دې باور دي چې دیموکراسي د یوې معاملې قرباني شوې ده . خو د آزادو او رڼو ټاکنو د موسسې ویاند فهیم نعیمي، وایي چې د نوماندانو تر منځ توافق به د خلکو رایو ته زیان و نه رسوي: «لومړۍ خبره دا وه چې باید د خلکو رایې وشمیرل شي او پاکې له ناپاکو بیلې شي. هر نوماند چې ډیرې رایې ترلاسه کړې وې د ولسمشر په توگه ټاکل کیږي. خلکو په ډیر زحمت سره رایې ورکړې دي، له هغوی سره به خیانت و نه شي. د هغوی د رایو له مخې به ولسمشر وټاکل شي.»

«کمیسیونونه ډیر ښکیل نه دي»

کارپوهان وایي چې د ټاکنو کمیسیون، د دواړو نوماندانو د ډلو ځینې غړي او یو شمیر دولتي چارواکي په درغلیو کې ښکیل وو. خو اوس تر ټولو ډیرې نیوکې پر کمیسیونونو باندې کیږي ځکه د کارپوهانو په خبره همدا کمیسیونونه د شفافیت په رامنځ ته کولو کې پاتې راغلی دی.

ښاغلی رفعت وایي چې په اوسني وخت کې د افغانستان ثبات تر هر څه ډیر ارزښت لري: «که موږ داسې یوې پایلې ته ورسیږو چې د افغانستان سیاسي راتلونکې تضمین کړي نو ښه خبره ده، آن که هغه د ټاکنیزو بنسټونو د اعتبار په بیه هم تمام شي.»

په عین حال کې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ نوماندانو د هوکړې هرکلی کوي.

د خلکو هرکلی

د کابل یو شمیر اوسیدونکي له رامنځ ته شویو توافقونو خوښ دي او غواړي چې د ټاکنو پایلې ژر تر ژره اعلان شي. د کابل اوسیدونکي میرویس وایي: «ټولو خلکو ځانونه ورک کړي وو. تیره شپه چې کله دغه اعلان وشو هغوی ډیر خوښ شول. افغانانو د دې کار هرکلی وکړ او اوس به یو ځل بیا د ودې په لور ولاړ شي.»

د ولسمشریزو نوماندانو تر منځ تر توافق وروسته د کابل اوسیدونکي له لا ډیر ډاډ سره خپلو کارونه ته ولاړل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب