افغانانو ته کمپيوټري تذکرې توزيع کيږي
۱۳۸۹ آذر ۲۱, یکشنبهد مخابراتو سر پرست وزير اميرزي سنگين د يکشنبې په ورځ په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي په دغه کمپيوټري تذکرو کښي به د سترگو او گوتو نښانې موجودي وي.
د سنگين په خبره د يوه کال په ترځ کي به د ۱۵ ولاياتو اوسيدونکي د کمپيوټري تذکرو خاوندان سي.
هغه وويل چي په راتلونکي درو کلونو کي به د ټول افغانان د کمپيوټري تذکرو څخه استفاده وکړي.
د مخابراتو وزارت چارواکي وايي چي دغه پروژه شاوخوا يو مليون ډالره لکښت لري.
د مخابراتو سرپرست وزير سنگين وويل: « زه فکر کوم چي دغه سيستم سل په سلو کي مطمين دی او هيڅ څوک نسي کولای چي بيا تذکره واخلي او يا په خپله تذکره کي تغير راولي.»
سنگين وويل چي په دې تذکره کي د تابعيت پر سند علاوه، نور اسناد لکه جواز سير او د انتخاباتو کارت ځای پر ځای کيږي.
د هغه په خبره کمپيوټری تذکرې د يوېخوا د انتخاباتو د پاره اسانه زمينه برابروي د بلي خوا په انتخاباتو کي د تقلب مخه نيسي.
د سنگين په خبره ددې تذکرو په توزيع سره د افغانستان دقيق نفوس هم مشخص سي« دغه تذکرې به موږ ته دا را په گوته کړي چي په افغانستان کي څومره نارينه او څومره ښځي دي.»
د مخابراتو سرپرست وزير وويل چي زموږ دوهمه پروژه د کمپيوټر پاسپورتونو توزيع ده.
په ورته وخت کي بيا د افغانستان د ماليې وزارت ويلي دي چي کمپيوټر پاسپورتونه يې جوړ کړي او د تذکرو په توزيع سره خلک کولای سي کمپيوټري پاسپورتونه تر لاسه کړي.
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل