د بگرام زندان سپارلو پر سر نوې موافقه وشوه
۱۳۹۲ فروردین ۴, یکشنبه
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت (پنتاگون) د شنبې په ورځ وویل چې له افغان حکومت سره د بگرام زندان د مسئولیتونو د لیږدولو په اړه یوې موافقې ته رسیدلي دي. تر دې دوې اوونۍ مخکې افغان او امریکايي چارواکي پر دې خبره نه سره جوړیدل چې آيا امریکا د ځیني بندیانو د آزادیدو مخه نیولای شي او که نه.
د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په خبره ددغې موافقې یوه مهمه برخه دا ده چې افغانان باید داسې یو سیستم رامنځ ته کړي چې له مخې یې د بگرام له زندان څخه داسې بندیان آزاد نه شي چې د امریکا له پاره خطرناکه بلل کیږي.
په موافقه کې داسې یو شرط هم شامل دی چې له مخې دواړه اړخونه د اختلافاتو په صورت کې سره یو ځای کار کوي چې هغه له منځه یوسي. دغه امریکایي چارواکي د موافقې په اړه د نورو معلوماتو له ورکولو څخه ډډه وکړه او ویې غوښتل چې نوم یې وا نه خیستل شي.
د دوشنبې په ورځ افغان ځواکونو ته د پروان زندان د مسئولیتونو سپارل، افغانانو ته د ټول افغانستان د امنیتي مسئولیتونو د لیږدولو د بهیر یوه مهمه برخه ده. په پلان کې ده چې تر ۲۰۱۴ کال پورې ټول بهرني جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد ټولې امنیتي چارې پخپله افغانانو ته وسپاري.
تر دې مخکې افغانانو د دغه مرکز د تسلیمیدو غوښتنه کړې وه، خو امریکايانو بیا له دې کبله اندیښنه لرله چې نه شي له دې زندان څخه داسې بندیان آزاد شي چې د امریکا متحده ایالاتو امنیت ته گواښ رامنځ ته کړي. په دې اړه ولسمشر کرزي او د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر هم خبرې کړې وې.
یوه امریکايي چارواکي ویلي دي چې د افغان او امریکايي لوړپوړو چارواکو یو پلاوی به د زندانیانو له خوا د احتمالي گواښونو د رامنځ ته کیدو په اړه خبرې وکړي.
اوس مهال افغانان د بگرام زندان مدیریت کوي خو امریکایان کولای شي چې هر وخت د یوه زنداني د آزادیدو مخه ونیسي. هغه بنديان چې د امریکايانو له خوا نیول شوي دي هغوی د حقوقي دعوا حق نه لري.
په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزرات ویاندې جورج لیتل د ولسمشر کرزي د هغو څرگندونو هرکلی وکړ چې د زندان مسئولیتونه په یوه داسې شېوه سره افغانانو ته وسپارل شي چې د امریکا او افغانستان گټو ته تاوان و نه رسوي.
تیر اوونۍ د امریکا د دفاع وزیر له ولسمشر کرزي سره خبري وکړې او پر دې خبره یې موافقه وکړه چې د بگرام زندان موضوع د یوې اوونۍ په موده کې حل کړي. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال دانفورد، هم د دغي شخړي د حلولو پر سر کار کاوه.
د بگرام زندان د مسئولیتونو د لیږدولو موضوع د افغان او امریکايي چارواکو تر منځ اړیکې یو څه خړې کړې دي. د دغه زندان د مسئولیتونو د لیږدولو نیټه تر دې مخکې څو واري ځنډول شوې وه.