1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بگرام زندان افغانانو ته سپارل کیږي

۱۳۹۰ اسفند ۱۹, جمعه

افغان دولت له متحده ایالاتو سره د جمعې په ورځ یو تړون لاس لیک کړ چې له مخې ئې به راتلونکو شپږو میاشتو کې د بگرام د زندان مسئولیت افغان امنیتي ځواکونو ته لیږدول کیږي.

https://p.dw.com/p/14IOD
انځور: dapd

دغه تړون د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک او په افغانستان د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان الین تر منځ لاس لیک شوی دئ.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تر کنترول لاندي د زندانونو شتون، او د شپې له خوا پوځي عملیات د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون پر وړاندې تر ټولو لوی خنډونه گڼل کیږي. د زندانونو په برخه کې د دې تړون له لاسلیکدو سره اوس د امریکا او افغانستان تر منځ د ستراتیژیک تړون پر وړاندې یو خنډ له منځه ولاړ.

د بگرام په زندان کې څه نا څه ۳۰۰۰ بندیان ساتل کیږي چې اوس مهال ئې مسئولیت امریکایان پر غاړه لري. په دې زندان کې د قرآن شریف د سوځولو وروستۍ پېښي په ټول افغانستان کې حساسیتونه راوپارول او د له تاوتریخوالي څخه ډکو مظاهرو لامله شوه.

که څه هم د شوي تړون له مخې د بګرام د زندان مسئولیت افغانانو ته سپارل کیږي خو بیا هم امریکایي چارواکي صلاحیت لري چې د بګرام زندان ته لاس رسی ولري او د هغو کسانو د آزادیدو مخه ونیسي چې د هغوی په نظر باید آزاد نه شي.

امریکايي او افغان چارواکي له څو میاشتو راهیسي د یوه ستراتیژیک سند په اړه په خبرو اترو بوخت دي. د دې سند له مخې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځونو د شتون څرنگوالی روښانه شي.

په افغانستان کې د ناتو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الین، د جمعې د ورځې د موافقي لاس لیکیدل په حقیقت کې د متحده ایالاتو او افغانستان تر منځ د ستر مشارکت له پاره د یو مهم ګام په توګه وګاڼه.

افغان حکومت تر دې مخکي د جمعې ورځ (د کب ۱۹ نېټه) افغانانو ته د بگرام د زندان د مسئولیت د لیږدولو له پاره د ضرب العجل په توگه ټاکلي وه. د افغان ولسمشر د ویاند ایمل فیضي، په خبره په راتلونکو څو ورځو کې به د پروان د زندان د چارو ریاست له پاره یو افغان جنرال وټاکل شي خو هغه وویل چې افغان لوري ته د ټولو بندیانو د سپارلو پروسه به شپږ میاشتي وخت ونیسي.

د موافقی د سند له مخې امریکا متحده ایالات به د ۱۲ میاشتو له پاره د بګرام د زندان لوژستیکي لګښتونه پر غاړه واخلي او تر هغه پوري چې یو تړون لاس لیک کیږي یو افغان- امریکایي کمیسیون به د بندیانو د آزادولو پر سر په ګډه پریکړه کوي. د دې کمیسیو له لارې متحده ایالات کولای شي چې د هر هغه زنداني د آزادیدو مخه ونیسي چې د «متحده ایالاتو له پاره خطر د رامنځ ته کولو» گواښ رامنځ ته کړي.

د څو تنو چارواکو په خبره چې د خپل د هویت د نه بربڼدیدو په شرط ئې خبري کړي دي په راتلونکو ۴۵ ورځو کې به د ۵۰۰ بندیانو د تسلمیدو کار بشپړ شي. له دې مخکي هم د متحده ایالاتو حکومت څو سوه بندیان افغان چارواکو ته سپارلي ول.

دغو چارواکو یادونه کړې ده چې په شوې موافقې کې هغه کابو ۵۰ بهرني بندیان شامل نه دي چې د بګرام په زندان کې ساتل کیږي. په اوسني وخت کې چلند داسي دئ چې هغه کسان چې د جګړي په ډګر کې د امریکایانو له خوا نیول کیږي د بگرام زندان ته استول کیږي.


آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب