1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانانو ته د«مسووليت سپارل» تر پوښتني لاندي راغلي

۱۳۹۰ فروردین ۲۰, شنبه

تيره اوني د افغانستان ترټولو يو مصوون ښار کي د ملګرو ملتو د کارکونکو د وژلو څخه وروسته له نړيوالو ځواکونو څخه د مسووليت ليږدولو پلان سخت ګذاروخوړ او دا پوښتنه يي رامنځ ته کړه چي څومره پر افغان امنيتي ځواکونو باور وشي.

https://p.dw.com/p/RGiG
په مزاره شريفه کي د ملگرو ملتونو 7 بهرني کارکوؤنکي وژل سوي ولانځور: picture alliance/dpa

د طالبانو د واکمني د ختميدو څخه را په دي خوا په تيرو لسو کلونو کي مزار شريف د افغانستان د امن لرونکوښارونو څخه شميرل کيده. خو يوه اوني مخکي د اپريل په لومړي ورځ وروسته له هغي چي يو شمير مظاهره کونکو د ملګرو ملتو په مقر باندي هجوم يوړ او 12 کارکونکي يي ووژل دغه امن او ثبات يي ژوبل کړ.

د يو امريکايي کشيش له خوا د قرآن کريم د سوځولو عمل له څه د پاسه يوي اوني را په دي خوا افغانستان کي يو لړ مظاهري او احتجاحونه راپارولي دي چي لړي لا دوام لري.

نن په خوست کي دغسي يو لاريون په لاره واچول شو، خو د کندهار او مزارشريف د لاريونونو پر خلاف خوست کي یی سوليزه بڼه درلوده. مظاهره کونکو د امريکايي کشيش پر ضد شعارونه ورکول. په يوه شعار کي هغوي له امريکا متحده ايالاتو وغوښتل چي نوموړي کشيش دی «محاکمه» کړي.

د کندهار او مزار شريف پيښو د افغانستان د ملي امنیتی ځواکونو باندي د عامو خلکو باور تر پوښتنی لاندي راوستي دي. که څه هم په مزار شريف کي اوس بيرته وضيعت عادي شوي دي خو اوسيدونکي د راتلونکي په هکله انديښنه لري. د هغه ښار يو محصل چي د تيري اوني په مظاهري کي ګډون کړي ؤ د فرانس پرس خبري آژانس ته په يوه مرکه کي وويل، د ملګرو ملتو پر کارکونکو حملي وښودله چي « افغان امنيتي ځواکونه کمزوره» دي.

هغه د خپل هويت د نه بربڼدولو په شرط وويل چي د هغه په فکر لا تراوسه پوري « هغه وخت نه دي رسيدلي چي زمونږ امنيتی ځواکونو ته دي مسووليت وليږدول شي.» هغه وويل: « دوي لا تراوسه سم روزل شوي نه دي. دوي نه پوهيږي جي له داسي پيښو، لکه د تيري جمعي د ورځي، سره څرنګه مقابله وکړي.»

مزار شريف د افغانستان د هغو 7 سيمو څخه شمير کيږي چي د چنګاښ يا سرطان په مياشت کي هلته افغان حواکونه ته امينتي مسووليت سپارل کيږي.

که څه هم ناتو په ټول مزارشريف کي قومانداني په غاړه لري او د آلمان د پوځي ماموريت ساحه ګنله کيږي، خو د امنيت په ټولو جبهو کي افغان ځواکونه مخکښ نقش لري.

د دغه ښار د امنيي قوماندان، جنرال عصمت الله عليزي اعتراف وکړ چي د ملګرو ملتو پر مقر حمله د هغه تر قوماندي لاندي د ځواکونو د کمزورتيا نښانه ده او په ناڅاپي توګه پيښه شوه. خو علييزي وويل: « اوس مونږ له خپلي اشتباه درس واخيست او وروسته له دي به شپه او ورځ هڅه وکړو ترڅو د مسووليت د انتقال لپاره چمتو شو.»

د امريکا متحده ایالاتو او د ناتو عمومي قوماندان جنرال ديويد پيترايس له مزار شريف څخه ليدنه کتنه وکړه او وويل چي د تيري اوني د پيښو سره سره د «مسووليت د انتقال» په برخه کي انديښنه پکار نه ده. هغه وويل: «مونږ وضعيت له نژدي مطالعه کړ، حيني کسان له بهر څخه په دغو مظاهرو کي برخه اخيستي وه او د خلکو له احساساتو څخه يي ناوړه ګته واخيسته چي نتيجه يي نوموړي خونړۍ پيښه وه.»

فرانس پرس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي