1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افريقا: د جگړولگښت

۱۳۸۶ آذر ۱۲, دوشنبه

د افريقاپه وچه کې د زړه دردونکې بېورلۍ د گڼ شمېردلايلوله ډلې نه، يوهم په دغې وچې کې جگړې او وسله والې شخړې دي. د گڼ شمېرافريقايي هېوادونوملي اقتصاد د جگړوله کبله وران دی.

https://p.dw.com/p/DMqS
انځور: AP

په هغې څېړنې کې، چې پدې وروستيواوونيوکې د اُکسفام د نړيوالې غيردولتي ټولنې لخواپه نيويارک کې خپره شوه، ويل کيږي، چې د ١٩٩٠ او ٢٠٠٥ ميلادي کلونوترمينځ، په افريقاکې د جگړواووسله والو نښتولگښت مجموعاً دوه سوه څلوراتياميليارده امريکايي ډالروو.

په دغوکلونوکې تقريباً همدومره پيسې افريقايي هېوادونوته د انکشافي مرستوپه توگه ورکړشويدي. د اکُسفام د نړيوالې ټولنې د آلمان د څانگې مدير پاول » بينديکس « وويل:» وسله والې نښتې په افريقاکې بېوزلي لاډېروي.

د جگړوله کبله ډېرانکشافي برياليتوبونه بېرته له مېنځه ځي. اوس ښه پوره د دې وخت رارسېدلی، چې نړيواله ټولنه د وسلو د تجارت يوداسې تړون جوړ کړي، چې د ميثاقي جنگي سمبالتيانړيوال تجارت کنترولوي. پدې توگه به په بحراني سيموکې د جگړه کونکوخواوولپاره د وسلواومرميولاس ته راوړل ښه سخت شي. «


پرملي اقتصاد باندې د جگړو اغېزې
دغه څېړنه د ديارلسوذيدخلوافريقايي هېوادونوپرملي اقتصاد باندې د وسله والوشخړواغېزې پلټي. په دغې څېړنې کې هم د جگړومستقيم لگښتونه، لکه د جنگي سمبالتيا د رانيولولپاره خرڅې شوې پيسې، وران ښکتنی جوړښت په پام کې نيول شويدي، هم د جگړوله کبله اقتصادي زيانونه، د بېلگې په توگه ترحدلوړ انفلاتسيون، پورونه، بېکاري او د مړينې د کچې لوړېدل. د اټکلونوله مخې، د څېړل شويوهېوادونواقتصاد په منځني ډول پنځلس په سلوکې کمزوری شوی دی.