اطريش داروپا ددباندنیو سرحدونو سخت کنترول وغوښت
۱۳۹۶ مرداد ۲۹, یکشنبهد هسپانيا خارجه وزير سبتيان کورتس په آلمانۍ ورځپاڼې « ولت ام زونټاګ» کې د اروپايي اتحاديې په څو غړو هيوادونو کې شويو تروريستي بريدونو ته په اشارې سره ويلي دي چې، له بده مرغه دا ثابته شوې ده چې د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې تروريستان په ۲۰۱۵ کال کې د بالکان له لارې د مهاجرو په سيلونو کې خپل ځانونه مرکزي اروپا ته رسولي دي.
سبتيان کورتس دغه راز د پاريس تروريستي بريدونو ته هم اشاره کړې ده. هغه زياته کړې چې په همدې دلیل دا د اروپايي اتحاديې د امنيت لپاره ډیره اړينه وه چې د بالکان لارې وتړل شي، تر څو نور « مرکزي اروپا ته دکنترول څخه وتلومهاجرو د راتلو سياست» ته د پاي ټکئ کيښودل شي.
د اطريش خارجه وزير پردې ټينګار وکړ: « مونږ بايد پخپله پوه شو او د دې کنټرول ولرو چې څوک اروپايي اتحاديې ته داخلیږي». هغه وايي اوس مهمه دا ده چې دننه په اروپا کې د «پوليسي او ايډيالوژيکي فعاليتونو» له لارې دتروریزم سره مبارزه وشي.
کورتس وغوښتل: « په اروپا کې بايد دهغو کسانو لپاره ځای نه وي چې د جوماتونو او يا نورو مختلفو ټولنو له لارې د نفرت وعظونه کوي».
په برنر بندر کې د امنيتي ځواکونو تقويه کول
په عين حال کې اطريش په خپل تيرول ايالت کې د غيرقانوني مهاجرو د لا زيات کنترول په موخه خپلو فعاليتونه شدیدکړي دي. د شنبې په شپه له برنر سرحدي بندر څخه لږ لرې امنيتي ځواکونه هم ځای پرځای شول تر څو يې د باروړنکو اورګاډو کنترول کړئ وي.
د پوليسو يو وياند د شنبې په ورځ وويل چې هغوی په دغو عملياتو کې نور مهاجر ندي نيولي. دا په داسې حال کې ده چې د پوليسو په وينا، يوازې په همدې روانه مياشت (اګست) کې پوليسو په برنر بندر کې تر ۲۰ زيات مهاجر نيولي دي. نيول شوي مهاجر ډيری يې د سوماليا، ګامبيا او نايجريا هيوادونو څخه دي چې ځانونه يې په اورګاډو کې بار کانتينرونو کې پټ کړي ول.
د سایبري بریدونو په هکله زموږ د آرشیف څخه انځورونه وگورئ(21.05.2017)