1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اصلاح شويو تخمونو د کوکنارو حاصلات ډېر کړي

۱۳۹۵ آبان ۱۰, دوشنبه

په کال کې د څو واري کښت له کبله په افغانستان کې د کوکنارو حاصلات ډير زيات شوي چې دا به يو وار بيا د ترياکو د خرڅلاو بازار ډیر تود کړي.

https://p.dw.com/p/2RvDe
Afghanistan Opiumproduktion
انځور: Imago/Omid Khanzada

د هلمند د کجکي ولسوالۍ یو ځوان بزګر نعمت الله، اوس په کال کې د کوکنارو يو نه، بلکې په دوبي او مني کې د اصلاح شويو تخمونو او د رزاعت په برخه کې د اوبو لګولو د نوو تخنيکونو له کبله څو فصله حاصلات په لاس راوړي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کوکنارو د حاصلاتو د له منځه وړولو هڅې هم له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

نعمت الله وايي: «مخکې به مو په کال کې یووار د کوکنارو حاصل درلود، خو اوس ئې په درو فصلو کې ترلاسه کوو.»

ده زياته کړه: «په هلمند کې تل جګړې وي، دلته کرهڼيزه ځمکه ډيره ده او د طالبانو په لیکو کې د جنګيدو پرته بل هيڅ روزګار نشته. خو کوکنار موږ ته د ټول کال له پاره کار راکوي.»

نعمت الله له خپل کلي څخه چې د طالبانو په ولکه کې دی، په پټه د فرانسې خبري آژانس سره د خبرو په موخه مرکز لښکرګاه ته راغلی او له ځان سره ئې هغه تخم هم راوړی چې د نوموړي په وينا په مني او دوبي کې هم ښه حاصل ورکوي.

د هلمند ځيني بزګرانو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې دغه تخمونه چې د ترياکو د سيمه ايزو قاچاقچيانو له خوا ورته ورکول کيږي، د کوکنارو د ودې او رسيدو عادي دوره چې پنځه او شپږ میاشتې ده، ۷۰ ورځو یعني دوو میاشتو ته راکښته کوي او د کوکنارو د ژاولې کيفيت هم ډير ښه وي.

د «افغانستان د تحلیل ګرانو د شبکې» څخه يوه څېړونکې ايلينا بيلیکا وايي: «د هلمند په ځينو برخو کې د مساعد اقليم له کبله په کال کې د کوکنارو دوه فصله ترلاسه کیږي، خو درې فصله بيا ښايي په جينتيکي توګه د اصلاح شويو تخمونو له امله په لاس راوړل کيږي.»

نوموړې زياتوي: «اټکل کيږي چې دا تخمونه په چین کې توليديږي، ځکه هلته د درملو جوړولو په برخه کې د استعمال له پاره، کوکنار په قانوني توګه کرل کيږي.»

کوکنار چې په ځينو سيمو کې حتې دولتي تاسیساتو ته ډیر نژدې کرل کیږي، د طالبانو د تمويل يوه مهمه سرچينه ده او افغان حکومت ته یو ستر ګواښ دی.

د لوېديځوال وايي چې طالبان د ترياکو د قاچاق له سترو ډلو سره پراخې اړيکې لري او يوازې د کوکنارو د خرڅلاو له لارې په کال کې تر ۱،۲ ميليارده ډالرو زياتې پيسې په لاس راوړي. خو د کوکنارو په کښت کې ډېرښت به دغه عوايد نور هم لوړ کړي.

دوی زياتوي چې دا به نه یوازې د نويو جنګيالو د جذب په موخه د طالبانو مالي توان زيات کړي، بلکې په افغان امنيتي ځواک کې به د فساد کچه لوړه کړي.

ويل کيږي چې د کوکنارو دا نوي تخمونه د هلمند د شمال په هغه ولسواليو کې چې نسبتاً يخ دوبی لري، ښه حاصل ورکوي. په دې ولسواليو کې نوزاد، موسې کلا، سنګين او د کجکي او د ګاونډي کندهار، روزګان او زابل ولايتونو څو لیري پرتي سيمې شاملې دي.

نور مطالب: