1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: په سعودي کې افغانانو ته د کار د ویزې غوښتنه کړې

۱۳۹۶ خرداد ۲, سه‌شنبه

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان سره لیدلي دي. په دغه ملاقات کې د دواړو هیوادونو تر منځ د مناسباتو د پراختیا او ټینگښت او افغانانو ته د کار د ویزې د ورکړې په ستونزه هم خبري شوي دي.

https://p.dw.com/p/2dQ82
Saudi-Arabien König Salman empfängt Aschraf Ghani
انځور: picture-alliance/AA/Bandar Algaloud/Saudi Royal Counci

د ارگ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره د سعودي په پلازمېنه ریاض کې په ملکي دیوان کې لیدلي دي.

اعلامیه زیاتوي چې په دغه ملاقات کې چې ولیعهد، د ولیعهد ولي، د سعودي عربستان د بهرنیو، مالیې او کار وزیرانو هم گډون درلود دواړو لورو په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هیوادونو تر منځ د مناسباتو د پراختیا او ټینگښت په اړه خبرې اترې کړي دي.

محمد اشرف غني د اسلامي - عربي هیوادونو او امریکا په مشرۍ سرمشریزه کې د گډون په موخه سعودي عربستان ته تللی وو. دغه سرمشریزه د یکشنبې په ورځ وه.

د ارگ په اعلامیه کې راغلي دي چې په دغه ملاقات کې په سعودي عربستان کې افغانانو ته د کار د ویزې د ورکړې په هکله هم خبرې وشوې او د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د دغه هیواد ولیعهد ته «لارښوونه وکړه چې په سعودي عربستان کې د افغانستان وگړو ته د کار د ویزې د ورکولو د ممنوعیت د رفع کولو په برخه کې ژر اقدام وکړي.»

زیاته شوې ده چې په دغه کتنه کې د سعودي عربستان پاچا د اسلامي – عربي هیوادونو او د امریکا د مشرانو ناسته کې د جمهور رئیس غني د گډون څخه مننه وکړه او ورسره مل پلاوي ته یې هرکلی ووایه.

همدا شان جمهوررئيس غني د دغې سرمشریزې جوړول یو نیک گام بللی او هیله مندي یې ښوولې چې د دغې ناستې پایلې په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د ټینگښت په برخه کې ښه فرصتونه برابر کړي. محمد اشرف غني د سه شنې په سهار بیرته خپل هیواد ته ستون شو.