اسلام کریموف په سمرقند کې کیري ته هرکلې ووایه
۱۳۹۴ آبان ۱۰, یکشنبهد ازبکستان ۷۷ کلن ولسمشر چې د ۲۵ کلونو راهیسې پر دغه هیواد حکومت کوي د سمرقند په هوایې ډگر کې له جان کیري څخه هرکلې وکړ. وروسته دواړه سیاسي مشران ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورغلل او د تړلو دروازو تر شا یې خبرې اترې وکړې.
د امریکا متحده ایالاتو د بشري حقونو څانگې د ۲۰۱۴ کال د رپوټ پر بنسټ د ازبکستان ټاکنیز نظام متقلب او په دغه هیواد کې مالي فساد او شکنجه مخ پر ډیریدو ده. د فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې په ۲۰۱۰ کال کې د ویکي لیکس له خوا د امریکا متحده ایالاتو په یوه بربنډ شوې سند کې د مالي فساد د بیرونکو ابعادو، سازمان یافته جنایتونو، د پنبې په کروندو کې د اجباري کار او شکنجې یادونه شوې ده.
جان کیري د شنبې په ورځ له خپل قرغیزې سیال سره د بشري حقونو په هکله یو سخت بحث درلود. کیري وویل چې د دغو اندیښنو سربیره واشنگټن تیار دی چې له سیمې سره خپلې دیپلوماتیکي اړیکي لاپسې بهتره کړي.
سمرقند د لرغوني اسلامي کلتور او زده کړې مرکز، او د منځني اسیا د پنځو قدرتونو او امریکا متحده ایالاتو د استازو تر منځ د لومړۍ لیدنې کتنې ځای دی.
جان کیري د قرغیزستان، ازبکستان، تاجیکستان، قزاقستان او ترکمستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره د سمرقند تاریخي ښار تر لیدنې مخکې خبرې اترې وکړې او په گډه یې ډوډۍ وخوړه.
امریکا متحده ایالات لومړی هیواد وو چې د شوروي اتحاد تر پاشل کیدو وروسته د منځني آسیا هیوادونه یې په رسمیت وپیژندل. له هغه وخت راهیسې د مرکزي آسیا هیوادونه هڅه کوي چې د مسکو، د هغه ځواکمن اقتصادي شریک چین او امریکا متحده ایالتو تر منځ د خپلو اړیکو موازنه وساتي.
په گاونډي هیواد افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو او جگړې تر دوام وروسته، د ناټو مهم لوجستکي مرکزونه په همدې سیمه کې جوړ شوې وو چې اوس تړل شوې دي. همدارنگه په دې وروستیو کې په منځني آسیا کې له پانگونې او سوداگرۍ سره د چین او روسیې علاقمندي ډیره شوې ده.
خو امریکا متحده ایالات او د منځنې آسیا هیوادونه په رسمي ډول استدلال کوي چې د واشنکټن او منځنې اسیا اړیکي دا امکان ورکوي، څو د خپل لوې گاونډي پر وړاندې خپله خاصه علاقمندي تثبیت کړي.
جان کیري د منځني آسیا له پنځو هیوادونو څخه د خپل لومړني سفر په ترڅ کې د امنیتي ننگونو په مقابل کې د همکارې او روزنیزو برخو کې د پانگونې ژمنه کړې ده.