اسلام آباد:لاريون کونکود حکومت په وړاندي د زورزياتي ګواښونه وکړل
۱۳۸۷ تیر ۱۶, یکشنبهپه زرهاو تنو لاريونکونکو د پاکستان په پلازمېني اسلام آباد کي پر سره جومات باندي د امنيتي ځواکونو د هجوم وروړلو يادونه، او د اسلام آباد و حکومت ته يي د زور زياتي د ډيرولو ګواښونه کول.
په زرهاوو تنو زورلارو مسلمانانو نن په اسلام آباد کي تير کال پر سره جومات باندي د پځي هجوم وروړلو يادونه وکړه او د پاکستان دحکومت پر ضد يې په مظاهرو لاس پوري کړي. د پاکستاني چارواکود وينا له مخه، په زرهاوو معتقدو کسانو پداسي حال کي چي سخت امنيتي تدابير نيول سوی وه، د اسلام آباد په زړه کي د جومات دستري ودانۍ و مخ ته په لاریون لاس پوري کړی . لاريون کونکو په لاسونو کي تور بيرغونه نيولي وه، او په سره جومات کي يي د هجوم پر وخت د وژل سوو طالبانو يادونه کوله، او هغه يي شهيدان بلل. په سلهاوو پوليسو دجومات پر لوري لاري بندي کړي وې او په لارويانو کي يې په وسلو پسي تلاشي کول.
لاريونکونکو دپاکستان د حکومت څخه غوښتنه کوله چي جومات بيرته خلګو ته ورپريږ دي او دغازي ورور موعضه کونکی عبد ا لعزيز دي بيرته آزاد کړي.
عبد ا لعزيز تير کال هغه مهال د پوليسو لخوا ونيول سو، چي غوښتل يي د سره جومات څخه د ښځو په منځ کي په چادري کي تير سي، چادري پرسر يي ونيوی.
دلاريون دجوړولو يو وياند حکومت ته ګواښ کاوه چي، که ددوی غوښتني ونه مني له زور زياتي څڅه به کار واخلي. اوسربيره پردې يي دا تقاضا هم کوله چي بايد هغو کسانوته چي دبيګناه خلګو د وژلو او پر جومات باندي د بريدکولوګناه يې په غاړه وه ، سزا ورکړل سي دا خبره هم دجومات د فعاليتونو دکمېټې وياند عبد ا لرحمن کړې ده.
دتيرکال دجولای په مياشت کي په اسلام آباد کي پر سره جومات باندي د هجوم په ترڅ کي تر 100 ډير کسان ووژل سول، چي د هغو په ډله کي د زورلارو طالبانومشر عبدا لر شيد غازي هم شامل و.
د پاکستان امنيتي ځواکونو د جومات ودانۍ چي زورلارو اسلاميانو نيولې وه د 2007 کال د جولای د مياشتي پر 3 نېټه چارپيره کړه، اويوه اونۍ وروسته يي بريد ورباندي وکړی. پر نوموړي جومات باندي دامنيتي ځواکونو تر بريد وروسته په ټول پاکستان کي د ځانمرګو بريدونو شمېر ډيرسو، چي د هغه له امله تر 1000 تنو ډيرو خپل ژوند پکښي د لاسه ورکړی. وروسته له هغه جمهور رييس پرويز مشرف د څو اونيو لپاره په نوامبر کي بيړنی حالت اعلان کړی، چي په پاکستان کي د سياسي بحران د لا ډيريدو سبب سو.