1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسلامي هیوادونه باید د ترهګرۍ ضد جګړې رهبري کړي»

۱۳۹۴ اسفند ۳, دوشنبه

د سعودي يوه مشهور شاهزاده، د یکشنبې په ورځ وویل چې اسلامي هیوادونه باید د ترهګرۍ پر ضد جګړې رهبري په لاس کې واخلي. هغه ویلي دي چې د ترهګرۍ پر ضد د ۳۴ اسلامي هیوادونو ایتلاف باید تر دې ژر رامنځ ته شوی وای.

https://p.dw.com/p/1HzkM
انځور: Reuters/Faisal Al Nasser

شاهزاده ترک الفیصل، په داسې حال کې دغه څرګندونې کړې دي، چې سعودي عربستان د ترهګرۍ ضد اسلامي هیوادونو د ایتلاف د غړو د یوه ۱۸ ورځني پوځي تمریناتو کوربه دی. د ترهګرۍ ضد دغه اسلامي هیوادونو په ایتلاف کې د پاکستان او اردن په ګډون د خلیج ډېر هیوادونو غړیتوب لري.

پلان شوې ده چې د دې ایتلاف د دفاع وزیران به په مارچ میاشت کې په سعودي عربستان کې خپله لومړی غونډه وکړي.

د سعودي دغه شهزاده په ابو دوبۍ کې خبربالانو ته وویل: «زه دا [د ایتلاف جوړیدل] یو مخکښ او د ستاینې وړ ګام بولم چې باید تر دې مخکې اخیستل شوی وای. خو د خدای شکر دی چې اوس دغه کار شوی دی.»

هغه وویل: «دا پټه خبره نه ده چې په نړۍ کې په ترهګرو پیښو کې ډېر قربانیان مسلمانان دي [...] له همدې کبله د اسلامي هیوادونو په توګه دا زموږ مسئولیت دی چې د دې مرض [ترهګرۍ] پر ضد مبارزه کې چې پر موږ یې اغېزه پریښې ده اصلي نقش ولوبوي.»

د ترهګرۍ پر ضد د اسلامي هیوادونو په دغه ایتلاف کې ایران او سوریه غړیتوب نه لري.

سعودي عربستان او ایران د نورو مسايلو تر څنګ، په سوريه او یمن کې د شخړې اړخونو د ملاتړ پر سر یو له بل سره اختلافات لري. د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې تر هغه وروسته لا خړې شوې چې سعودي عربستان شیعه مذهبي مشر نمر المنر د روان کال په سر کې اعدام کړ. اوس تهران او ریاض یو له بل سره دیپلوماتیکې اړیکې شلولې دي.

دغه شهزاده، په خپلو خبرو کې ایران ته هم په اشاره کولو سره وویل: «سعودي عربستان په واضیح توګه ویلي دي چې د عربي هیوادونو په چارو کې د ایران مداخله د منلو وړ نه ده.»

که څه هم شهزاده ترک الفیصل، د سعودي عربستان په حکومت کې کوم رسمي موقف نه لري، خو هغه د سعودي د شاهي کورنۍ یو ډیر بانفوذه غړی دی. هغه تر دې مخکې د سعودي عربستان د اسخباراتو ادارې مشر وو.