1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسلامي دولت» ډله له يزيدۍ مېرمنو د مينځو کار اخلي

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۲, سه‌شنبه

د بخښني نړيوال سازمان «له دوږخه فرار» په نامه راپور کي ليکي، چي په عراق کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» له خوا په ډېري بې رحمۍ سره له يزيدۍ مېرمنو څخه د مينځو کار اخلي، شکنجه کوي ئې او بد لمني ور اړوي.

https://p.dw.com/p/1E9HG
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Bennett

د بخښني نړيوال سازمان د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر مياشتي ۲۳مه) «له دوږخه فرار» په نامه راپور خپور کړی دئ.

دغه راپور د هغو ۴۰ تنو ښځو او نجونو سره له مصاحبو څخه جوړ سوی دئ، چي په عراق کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» له زندانه په تېښتي بريالۍ سوي دي. د دغو ښځو له خبرو څخه ښکاري چي دغه افراطي ډله په هغو سیمو کي چي د دوی په کنترول کي دي، څه ډول وحشي چلند کوي.

په دغه راپور کي راغلي دي، چي څرنگه د مذهبي اقليت په سونو که لا په زرونو ښځي د اسلامي دولت ډلي له خوا پلورل سوي، په زوره واده سوي، شکنجه سوي او بدلمني ور اوښتې ده.

د دغي ډلي له خوا د يزيديانو ډيري کوچنۍ نجوني چي عمرونه ئې د ۱۴ او ۱۵ کلونو ترمنځ دي او ځيني ئې حتي تر دې هم کوچنۍ دي، د «جنسي مينځو» په توگه يرغمل سوي دي.

په راپور کي راغلي دي چي د دغو کارونو د عاملانو ډيری د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» سوريايي، عراقي او نورو سيمو غړي دي.

د بخښني نړيوال سازمان د بحران د برخي مشاوره دوناتيلا روويرا، وايي چي «د جنسي تيريو، رواني ستونزو او شکنجو هغه بار چي قربانيانو ئې وړی دئ، يو ناورين دئ.» هغې ويلي دي د «اسلامي دولت» ډله، جنسي تيري او زورزياتی د وسلو په شان کاروي، چي سړی باید دا «د بشريت پر وړاندي په جنگي جنايتونو کي وشمېرل سي.»

د بخښني نړيوال سازمان په راپور کي راغلي دي، چي د دغو ښځو يو شمېر ئې چي په تېښته بريالۍ سوي هم دي په رواني ستونزو اخته دي او د ځان وژني هڅي ئې کړي دي.

دغه سازمان په عراق کي د کردي ځواک او بشري حقونو له سازمانونو څخه غوښتي دي، چي په دغه هيواد کي د اقليتونو د ساتني تلاښونه وکړي.