1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسلامي دولت» د حماس پر ضد د جگړې اعلان کړی

سيد رياض / هودالي دانیا۱۳۹۴ تیر ۱۵, دوشنبه

په غزې تراړه کې د جگړې یوه نوې جبهه رامنځ ته شوې. یوازې حماس او اسرائیل د یو بل پر ضد نه جنگیږي، بلکې «اسلامي دولت» ډلې هم ځان د یوه لوبغاړي په توگه مطرح کړی دی. اوس اسلامپاله، د اسلامپالو پر ضد جنگیږي.

https://p.dw.com/p/1FtTj
انځور: Reuters/I. Abu Mustafa

د افراطي ډلې «اسلامي دولت» له لوري خپرې شوې ویډیو ۱۶ دقیقي دوام وکړ. خو دا ځل د تل په څیر د کوم لویدیځ هیواد د ولسمشر پر ضد پکښې څرگندونې و نه شوې. دا ځل د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» ترهگرو چې پخوانی نوم یې داعش دی په غزې تراړه کې واکمن خپل سني او هم عقیده ورونه حماس، ته گواښ کړی، څرنگه چې هغه ېې د «حماس د استبداد» په نامه یاد کړی دی.

دغه ویډیو د سوریې په حلب ښار کې ثبت شوې ده، چې د اسلامي دولت، پوخ سنگر گڼل کیږي. په ټولنیزو رسینو کې دغه ویډیو د ځنگل د اور په څیر خپره شوه. د اسلامي دولت، یو غړی چې پر مخ یې تور نقاب دی وایي: «موږ به د یهودي دولت، تاسې (حماس) او فتح (د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې واکمنه ډله) له ریښو وباسو. هلته به نور سیکولار نه وي، ځکه چې دغه ځای به په تدریجي توگه زموږ د ډلو له لوري اداره کیږي.»

اسلامي دولت، ډله چې پر راډیکالې حماس، ډلې کوم تور پورې کوي دا دی چې د ایران له شیعه گانو سره نزدیوالی لري. همداشان د لبنان میشتې شیعه ملیشې حزب الله سره تماس، د اسلامي دولت، ډلې له نظره د سترگو اغزی دی. د حزب الله ملیشه په سوریه کې د بشارالاسد د ځواکونو په ملاتړ جنگیږي. اسلامي دولت ډله د فرقه پالنه له پاره مشهوره ده، په ځانگړې توگه د شیعه مذهبو پر ضد د نفرت له کبله. دغه ډله شیعه مذهبه له دین څخه اوښتي بولي.

سلفیان تر کنترول لاندې نه دي

خو د نوموړې ترهگرې ډلې نیوکه لاپسې افراطي کیږي. د دغې ډلې د ادعا له مخې حماس تر خپل کنترول لاندې سیمه کې شریعت په سمه توگه نه تطبیقوي. اسلامي دولت زیاتوي چې همداشان حماس د اسرائیل پر وړاندې په قاطعیت سره مقاومت نه کوي. په دغه ویډیو کې د اسلامي دولت، اړوند یو سړی گواښ کوي او وایي: «د فلسطین د آزادۍ لار له عراق څخه تیریږي او موږ ورځې تر بلې هغې ته نزدې کیږو. حماس تل له دې هدف څخه ځان وړاندې ساتي.»

دغه ویډیو د جگړې اعلان دی. که څه هم اسلامي دولت، په غزې تراړه کې اغیزمن قوت نه لري، خو داسې اټکل کیږي چې ښایي په دغه ځای کې د نوموړې ډلې ۱۰۰۰ تنه پلویان یا خواخوږي موجود وي. خو په دغه موده کې هغوی د پردې تر شا څرگندونې کولې. هغوی په جون میاشت کې پر اسرائیل د توغندیو د توغولو مسوولیت پر غاړه واخیست خو له نیکه مرغه پکښې چاته مرگ ژوبله وا نه اوښته.

Ban Ki-Moon zu Angriffen auf UN Schulen in Gaza
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images

د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې له اسرائیل سره تر سختې جگړې وروسته، حماس د بیلا بیلو تندلارو ډلو د نفوذ د راکمولو هڅه وکړه، چې غوښتل یې له اسرائیل سره رامنځ ته شوی اوربند، تخریب کړي. هغوی یو جومات چې پکښې سلفیانو عبادت کاوه، له خاورو سره خاورې کړ او ډیر شمیر کسان یې بندیان کړل. د «اسلامي دولت اردو» نومې د دغې ډلې مشر یونس هنر، د جون میاشتې په اوایلو کې د نیولو د هڅې پر مهال وویشتل شو.

د افراطيت له پاره د زمینې برابروالی

دا لومړی وار نه دی چې د حماس او سلفیانو تر منځ اخ او ډب رامنځ ته کیږي. د غزې تراړه چې د ډیر شمیر جگړو له کبله پر یوې دشتې اوښتې او اوسمهال د اسرائیل له لوري کلابنده ده، د افراطیت د ودې له پاره یو ایډیاله ټاټوبی دی. د یوې راتلونکي له پاره هیله نه درلودل، په آزاده توگه د تگ راتگ نشتوالی، بې روزگاري او د نورو سهولتونو نشتوالی هغه څه دي د غزې ځوانان چې د ټولنې ستره برخه جوړوي ورسره مخامخ دي. دغه ډول شرایط هغوی د تندلارو منگولو ته وراچوي.

ډیری فلسطینیان چې په ۲۰۰۶م کال کې یې حماس، ته رایې ورکړه، دا هیله یې درلوده چې دغه ډله به آسانتیاوې رامنځ ته کړي، خو دغه څه نه دي تر سره شوي، بلکې د دې برعکس کار شوی دی. یوازې د غزې په تراړه کې انسانان د حماس او اسلامي دولت، د پلویانو تر منځ له مقابلې څخه نه کړیږي، بلکې دا د اسرائیل له پاره هم کوم ښه خبر نه دی. د اسرائیل د استخباراتي چارو وزیر یسرایل کاتس، د مصر په سینا نیمه ټاپو کې حماس د اسلامي دولت، ډلې پر همکارۍ تورنه کړې ده. خو دا هغه تور دی چې حماس یی په کلکه ردوي.

همداشان په اسرائیل کې داسې یو نظر شته او په هکله یې خبرداری ورکول کیږي چې حماس د غزې پر تراړې کنترول له لاسه ورکولای شي. د امریکا متحده ایالاتو د هغه مهال د پوځي استخباراتو مشر مایکل فلاین، په ۲۰۱۴م کال کې دې ته اشاره کړې وه چې د حماس ځپل کوم ښه نظر نه دی، ځکه چې په وینا یې دا کار کولای شي د سیمي وضعیت «لا پسې خراب کړي.»