1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسراييل هدفمند وژل د ځان حق بولي

۱۳۸۸ بهمن ۳۰, جمعه

د حماس پر يوه مشر محمود ال مبهو باندی بريد، په اسراييلو کې، په تېره بيا په مطبوعاتو کې ډېر انعکاس موندلی دی . په خبرونو کې د اجنټانو د غلطو پاسپور‎ټونو موضوع ډېره ياديږي

https://p.dw.com/p/M5ZT
انځور: AP

او دا چې کارول شوي نومونه په رشتيا سره د داسې کسانو نومونه وو چې په اسراييل کې ژوند کوي . سربېره پر دې د ديپلوکاتيک ښکېلتوب مساله هم ډېره ياديږي. لويې برتانيې او ايرلنډ د اسراييل سفيران غوښتي دي. خو د »کانال لس« خبريال الون بن داويد د ديپلوماتيکو خړپړتياگانو انتظار نه لري:

«زه گمان نه کوم چې اسراييل به په يوه سياسي لانجه کښېوځي. د پېښې د هدف په اړه ټول همنظره دي. په اروپا کې هم هيڅ شک نشته چې مبهو يو تروريست و. زه فکر نه کوم چې انگلستان، فرانسه او آلمان، يعنې هغه هېوادونه چې د تروريزم په ضد په جگړه کې همکاري لري، به د پېښې يوه مشخصه څېړنه وکي.«

دغه په اصطلاح همغږي چې بن داويد يې د اروپا د حکومتونو تر منځ ويني، ښايي پخپله په اسراييل کې ډېره زياته وي. د اوسېدونکو لويه برخه د حکومت، استخباراتو او پوځ پرېکړه مني، چې له مخې يې بايد يو قوي او پرېکنده دولت له تاوتريخوالي نه هم کار واخلي تر څو مشکوک مخالفين له منځه يوسي. سربېره پر دې د ټولنې او امنيتي ادارو تر منځ ډېر پيوستون هم شته. د استخباراتو پخواني کارکونکي لکه د بهرنيو چارو وزيره زيپي ليفني سياست ته وردانگي، هر زلمی بايد عسکري خدمت وکړي او پوځ حتی په مکتب کې راتلونکو افسرانو پسې گرځي. د وسلو د خرڅونکي او مشکوک ترهگر المبهو وژنه د بحث اصلي موضوع نه ده.

خو د پېښې په اړه هم ډېرې پوښتنې د څېړنې وړ دي: په نورو هېوادونو کې د وژنې په موخه بريدونه غيرقانوني بڼه لري. د ولسونو تر منځ حقوق په عمومي ډول، هم د سولې او هم د جنگ په وخت دغه بريدونه نه مني. نيوکه کونکي زياتوي: په داسې پېښو کې، لکه د دوبۍ په روتانه هوټل کې چې وشوه، استخبارات او پوځ د يو سړي د برخليک په هکله پرېکړه کوي، پرته له دې چې هغهء ته د ځان څخه د دفاع اجازه ورکړل شي.

انتقادکونکي په هغه ادعا باندې هم شک لري چې گويا د وژونکو ډلو او د تروريستانو د وژنې د لارې د انسانانو ژوند ژغورل کيږي. په دې اړه اسراييلي څېړونکي گال لوفت په خپله رساله «په اسراييل کې د مشخصو وژنو منطق» په 2003 کال کې غبرگون ښودلی و، نقل قول: د تروريزم په وړاندې مبارزه داسې ده لکه د ترافيکي پېښو او ټکرونو په وړاندې: سړی کولای شي قربانيان وشمېري، نهء هغه کسان چې د امنيتي تدابيرو په اساس ژوندي شاتې شوي دي، د نقل قول پای.

په نړيواله کچه هم د اسراييل پر ليدلوري باندې نن سبا هومره ډېرې نيوکې نه کيږي لکه لس کاله پخوا چې کېدې. هغه مهال د امريکا متحدو آيالتونو په غزه او لويديځ اردن کې د فلسطنيانو پر فعالينو او د تروريستي بريدونو د مشکوکو جوړونکو پر وژنې نيوکه کړې وه. خو په نيو يارک او واشنگټن کې د يولسم سپتمبر د بريدونو څخه وروسته د متحدو آيالتونو حکومت د تروريزم په وړاندې جگړه اعلان کړه. ډېر اسراييليان اوس خپل دريځ ثابت شوی بولي. د اسراييلو د استخباراتو پخوانی جگپوړی نفر، رفيع ايتان دا پوښتنه نه مني چې د مخالفينو وژنه څه سياسي گټه لري:

«دا يوه بله خبره ده. موږ له کالونو راهيسې د تروريزم په وړاندې جنگ کوو او له بېلابېلو وسيلو نه کار اخلو. د تروريزم د مخکښانو وژنه ډېره گټه لري. امريکايان هم هڅه کوي چې بن لادن ونيسي.«

د ايتان خبره سمه ده: د متحدو آيالتونو پوځ د پاکستان او افغانستان د گډې پولې په اوږدو مشکوک ترهگر د بې پيلوټه الوتکو د لارې وژني. دا هغه ستراتيژي ده چې د امريکې ولسمشر اوباما ورڅخه تر اوسه پورې نه اوړي.