1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسراييلو پر غزې باندي د يوې ستري پوځي حملې ګواښ کړی دی

۱۳۸۷ آبان ۲۶, یکشنبه

د اسراييلو يوه وزير، ګيدون ارزا، چي د کديمه له ګوند څخه دی، په يوې راډيویي مرکه کي وويلي:« په يوه خبره بايد سړی پوه سي، د اسراييلو دولت مکلفيت لري چي د غزې د تراډي اوسيدونکي وځوريږي

https://p.dw.com/p/Fw3r
د غزې تراډي په سرحدي سيمه کي اسراييلي ځواکونه
د غزې تراډي په سرحدي سيمه کي اسراييلي ځواکونهانځور: picture-alliance / dpa

د اسراييلو په حکومت کي مخکښو سياستوالو د حماس او د غزې په تړانګه کې د اوسيدونکو فلسطینینانو پر ضد د سختو اقداماتو تر لاس لاندي نيولو لپاره يې ږغ کړی دی.د اسراييلو د حکومت يو وزير، ګيدون ارزا، چي د کديمه له ګوند څخه دی، په يوې راډيویي مرکه کي په خپلو الفاظو سره وويل:« په يوه خبره باندي بايد سړی پوه سي، د اسراييلو دولت مکلفيت لري چي د غزې د تراډي اوسيدونکي وځوريږي، د هغه يو حالت په نتیجه کي چي موږ دلته د اسراييلو په دولت کي ځوريږو. داسي نه سي کيدای چي هغوی له ساتني څخه برخه من وي او د غزې په شا او خوا کي پراته خلک په زيرزمينو کي شپې او ورځي تيري کړي.»

نوموړي اسراييلي وزير يادونه وکړه، د غزې په تړانګه کي ولسي خلکو ته د ژوندانه د اړتيا وړ توکو بندول، د قسام او ګراد نومو توغنديو ته ځواب دی چي د افراطي فلسطينيانو له خوا پر اسراييلو باندي توغول کيږي.هغه زياته کړه،د دې لپاره چي د غزې د تراډي خلک پوه سي چي هر توغندی چي پر اسراييلو باندي توغول کيږي، يو جواب دځان سره ولري، نو بايد د هر ډول وسايلو او امکاناتوڅخه کار واخيستل سي.

د ملګرو ملتو او نړيوالو بشري سازمانونو دا غوښتني چي غزې ته چي يو نيم ميليون خلک پکښي ژوند کوي، د بشري اړتيا وړ توکو پر مخ لاري پرانيستل سي، ازرا نومي اسراييلي وزير رده کړه:«زه ګمان نه کوم چي د بخښني نړيوال سازمان د هغو خلکو لپاره چي د غزې د سيمي په شا او خوا کي پراته دي، مسووليت ولري. د هغه لپاره د اسراييلو دولت مسوول دی، نه د بخښني نړیوال سازمان. د ملګرو ملتو عمومي منشي ته د ټول درناوي سره سره، بايد يو سم انډول را منځ ته سي،هغوی زموږ په مقابل کي.»

د مصرپه سرحدي سيمو کي د غزې تراډي کډوال
د مصرپه سرحدي سيمو کي د غزې تراډي کډوالانځور: picture-alliance / dpa

د اسراييلو د دفاع وزير، ايهود بارک په تلويزوني مرکه کي ټینګار وکړی چي حکومت به ددې هيواد د سرتيرو او خلکو د ساتني لپاره له هر ډول امکاناتو څخه کار واخلي. که چيري حماس د اوربند ټينګ پاته کيدل غواړي، نو اسراييل به هم هغه ټينګ وساتي. د اسراييلو د دفاع وزير د اسراييلي ځواکونو په کړو وړو باندي ګوت نيوني ردي کړي:

« پوځ پوهيږي چي څه کوي. هغوي د دې دولت غوره خلک دي. هغوي ډير څه کوي. هغوي د حماس 13 کسان ووژل.»

د تلويزون خبريال د ايهود بارک په خبرو کي مداخله وکړه، او تري وپوښتل، کله چي اوربند دی، نو بيا ولي 13 تنه د حماس کسان وژل کيږي؟ هغه په ځواب کي وويل : «دا ځکه چي مونږ وليدل، چي زمونږ پر خوا څرنګه يو تونل ايستل کيږي، دا ځکه چي مونږ د حماس يوه ډله وليدله چي زمونږ په لور را روانه وه. ښايي چی د يوی چادوني لپاره يي توکي برابرول. دا هغه عمليات دي چي مونږ کړي او په راتلونکي کي هم کوو»

د فلسطيني خبري رسنيو د رپوټونو له مخي پرون دوه تنه فلسطيني اورپکي د غزي په شمال کي د اسراييلو په يوي هوايي حملي کي ووژل شول. د اسراييلو يوی وياندی دغه ادعا ره کړه. له هغی څخه څو ساعته مخکی د اسراييلو راډيو رپوټ ورکړ چي څو قسام توغندي په اسراييلو باندي توغول شوي دي.

ورستي رپوټونه وايي چي 4 فلسطينيان د اسراييلو په هوايي حملو کي وژل شوي دي. د اسراييلو پوځ هم اوس دا خبره مني چي په هوايي ببماريو یی لاس پوري کړی او دغه شمير يي وژلي دي. له مياشتو را په دي خوا د اسراييلو او ريديکالو فلسطينينانو تر مينځ ټينګ اوربند له ماتيدو سره مخامخ دي.