اسراييلو ته د جرمني د بهرنيو چارو د وزير سفر
۱۳۸۸ آذر ۳, سهشنبهد المان د بهرنيو چارو نوي وزير وسترويلي دنازي المان په وخت کي د شپږو مليونو وژل شويو يهودو په ياد يو لمبه لرونکی څراغ و لګاوه او په هغه ځای کي يې دهغه ځاي دکتونکو دنومونو دثبتولو په کتاب کي يي خپل نوم و ليکه. وستر ويلي وايي:
«ماپه کتاب کي وليکل چي موږ به داپيښه هيڅکله هيره نکړو زموږ مکلفيت په خپل حال پاته کيږي، او زموږ دوستي وده کوي.»
وروسته له هغه وسترويلي د اسراييلو له لومړي وزير نيتان يا هو سره يوه ګړۍ وکتل . ددې کتني د ګډون کونکو د وينا له مخه داليدنه کتنه د دوستۍ په فضا کي شوې ده. د ورکړل شوي خبر سره سم وسترويلي د اقتصادي او مالي پوښتنو ترڅنګ د نژدې ختيځ د سولي د خبرو اترو په لاره کي د وروستيو خنډونو مسله هم ياده کړې ده. د المان د بهرنيو چارو وزير وسترويلي له خپل دې سفر څخه پخواد خپلو سياسي موخو چوکاټ جوړ کړي وو. ده ويلي :
«زموږ مطلب دادی، چي په سيمه کي د دوو دولتونو دمنځته راتلو له لاري دا لانجه حل سي. البته چي اسراييل په ډاډه سرحدونوکي د ژوند کولو حق لري، خو سربيره پردي دا خبره هم ده، چي فلسطينيان هم په خپل دولت کي د ژوند کولو حق لري.»
وسترويلي ۷کاله پخوا اسراييلوته تللي ووپه ۲۰۰۲کال کي دده په نوموړي سفر باندي چي د حکومت د يوومخالف ګوند دمشر په حيث يي هغه هيوادته کړي وو، په المان کي د آزاد ډيموکرات دګوند د مرستيال لخوا ديهودو پر ضد بحثونو ترسيوری لاندي راغلي وو. ويسترويلي هغه مها ل لدي نظر سره خپله نه موافقه ډيره وروسته اعلام کړه .
دنژدي ختيځ پدې سيمه کي د دوو دولتونو د منځته راتلو په لاره کي ستر خنډ د اسرايیلو لخوا د عربي بيت المقدس په سيمه کي يهودوته دکورونو د جوړولوسياست دي. د المان اتحادي جمهوريت له اسرايیلو څخه ددې کورونو د ودانولو دکار د درولو غوښتنه کوي په دي اړه به وستر ويلي نن د اسراييلو له حکومت سره خبري وکړي.
همدغسي به دی د فلسطينيانوله منځ پلوه نماينده ګانوسره هم وګوري. اسرايیلو ته د المان د اتحادي جمهوريت د بهرنيو چارو د نوي وزير سفرته په ډيري کنجکاوۍ او د شک په سترګه کتل کيږي. ځکه چي دا تراوسه هيره شوې نه ده چي کله چي دده دګوند مرستيال ۷کاله پخوا د اسرايیلو پر ضد څرګندوني وکړې د هغه له خبرو سره په ښکاره توګه نه موافقه اعلان نکړه، اوفاصله يي تري ونه نيوه. وسترويلي اوس د يوونوي پيل هڅه کوي.
List, Arno/ رحيله اميري
کتونکی. زيارمل