اسرايلي پوځ پنځه تنه فلسطينيان ووژل
۱۳۸۶ اسفند ۸, چهارشنبهاعلان
د فلسطين د خبر په اساس د هغو په ډله کي د حماس پنځه غړي هم شامل دي. د عيني شاهدانو په وينا دغه کسان څه عمر د مخه د سوريې او ايران د پوځي هډو څخه را ګرځېدلي وه. د حماس ډلي دغه خبر رد کړی دی.
د اسرايلو اردو د چهارشنبې په ورځ هغه لارۍ موټر چي د حماس غړی پکښي سپاره وه خان يونس ته نژدې يي په نښه کی.
د اسرايلو يوې وياندي وويل ، چي دغه حمله د اسرايلو د نظامي استخباراتو سره په ګده تر سره سوې ده. ددغه استخباراتو په وينا هغه وخت چي د غزې د تراډي پوله د مصر سره د حماس لخوا څو ورځي خلاصه سوه د حماس ډېر غړي بيرته وطن ته راغلل.